د ټایوان په اړه د امریکا دا ګام به د چین سخت غبرګون وپاروي

امریکا متحده ایالتونو اعلان وکړ چې له ټایوان سره د نوي سوداګریز نوښت د یوې برخې په توګه رسمي خبرې پیل کړي.

1869448
د ټایوان په اړه د امریکا دا ګام به د چین سخت غبرګون وپاروي

امریکا متحده ایالتونو اعلان وکړ چې له ټایوان  سره   د نوي سوداګریز نوښت د یوې برخې په توګه رسمي خبرې پیل کړي.

امریکا دا ګام پداسې حال کې اوچتوي چې د ټایوان د مسئلې په اړه يي  له چین سره اړیکې تر هر وخت زیاتې ترینګلي دي.

امریکا متحده ایالتونو  د سوداګرۍ نمایندګۍ  په یوه بیان کې ویلي چې امریکا متحده ایالتونه  او تایوان د "د 21 مې پیړۍ سوداګرۍ په اړه د امریکا - تایوان نوښت" لاندې د خبرو اترو د واک په اړه موافقې ته رسیدلي دي.

تمه کیږي چې د خبرو اترو لومړی پړاو به په مني کې ترسره شي . همداشان د مذاکراتو اجنډا هم ټاکل شوې ده .

په اعلامیه کې یادونه شوې چې پدې مذاکراتو کې به د دوو هیوادونو ترمنځه د سوداګرۍ پر خه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، پر تنظیمي او نظارتي برنامو،  د اداري فساد پر خلاف د مبارزې په ستندردونو ، د لویو او کوچینو تجارتونو ترمنځه د اړیکو د ودې، د کرنیز تجارت ودې، په تجارت کې د تبعیض او خنډونو لرې کولو،  دجیتل تجارت او یو زیات شمیر نورو تجاري مسایلو په اړه به خبرې وشي. .

په بیان کې ویل شوي چې امریکا  به د خبرو اترو په اوږدو کې د کانګرس او کارګرانو، د سوداګرۍ نړۍ، چاپیریال ګروپونو او نورو مهمو شریکانو سره مشورو ته دوام ورکړي.

د امریکا د سوداګرۍ  نماینده ګۍ مرستیالې سارا بیانچي په دې بیان کې ویلي دي چې له تایوان سره به دا مذاکرات  د سوداګرۍ او پانګونې اړیکې ژورې کړي، د ګډو ارزښتونو پراساس متقابل تجارت لومړیتوبونو ته به  وده ورکړي او د کارمندانو او سوداګرۍ لپاره د نوښت او ټول شموله اقتصادي برنامې به  وده وکړي. د امريکا او تايوان د جون په لومړۍ نېټه د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پياوړتيا لپاره نوی نوښت پيل کړ او په دې ساحه کې د خبرو اترو لپاره د يوې لارې نقشې د جوړولو اراده يې اعلان کړه.

د ویلو ده چې چین ټایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي . لنډه موده مخکې ټایوان ته د امریکا د استازو د مجلس ننسي پلوسي سفر د چین او امریکا ترمنځه اړیکې ښې پسې خرابې کړې وې . همداشان چین د امریکا ددې اقدام په غبرګون کې څو ورځې د ټایوان په تنګي کې د رښتینو مهماتو سره پوځي تمرینات وکړل . د امریکا دا ګام کیدای شي چې چین لا زیات غصه کړي.


پيوندونه: #ټایوان , #چین , #امریکا

اړوند خبرونه