د ناټو مشر صربستان او کوسووا ته خبرداری ورکړ

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پر صربستان  او کوسووا  غږ کړی چې تاوتریخوالی ته دې لمن نه وهي او د اړتیا په صورت کې ناټو د ثبات د ټینګښت لپاره مداخلې ته چمتو ده.

1869492
د ناټو مشر صربستان او کوسووا ته خبرداری ورکړ

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پر صربستان  او کوسووا  غږ کړی چې تاوتریخوالی ته دې لمن نه وهي او د اړتیا په صورت کې ناټو د ثبات د ټینګښت لپاره مداخلې ته چمتو ده.

ینس سټولټنبرګ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې د صربستان له ولسمشر الکساندر ووچیچ سره تر کتنې وروسته په ګډ خبري کنفرانس کې د کوسووا او صربستان  ترمنځ د وروستي کړکېچ د کمېدو غوښتنه وکړه.

سټولټنبرګ یادونه وکړه چې په دې وروستیو ورځو کې  په سمیه کې وضعیت ښه شوی او بلګراد او پریشتینا مسئولیت لري چې د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي. سټولټنبرګ پر دواړو خواوو د اعتدال غږ وکړ. هغه وویل چې

"ناټو په سمیه کې وضعیت له نږدې څاري. زموږ سوله ساتی ماموریت د ملګرو ملتونو لخوا ورکړل شوي صلاحیت او ماموریت باندې متمرکز دی. که چیرې ثبات له ګواښ سره مخ شي، د ناټو سوله ساتي ځواکونه مداخلې ته چمتو دي. د ناټو سوله ساتي ځواکونه  به د کوسووا د خلکو لپاره خوندي چاپیریال او د حرکت ازادي د ډاډ ترلاسه کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې صربستان  او کوسووا باید د خپل منځي اختلافاتو د حل لپاره خبرې اترې پیل کړي او ویې ویل چې دوی د بلګراد-پریشتینا د خبرو اترو له بهیر څخه ملاتړ کوي چې د اروپايي اتحادیې  له خوا په لاره اچول کیږي او دواړه لوري باید په دې بهیر کې رغنده رول ولوبوي.

د بله پلوه د صربستان ولسمشر بیا وویل چې صربستان او  کوسووا ترمنځه  نږدې  په ټولو مسئلو کې اختلاف شتون لري.

"موږ غواړو چې د هر ډول تاوتریخوالي یا شخړې مخه ونیسو."

د صربستان  مشر ویلي چې دوی په کوسووا کې د ناټو رول ته درناوی لري او غواړي چې له ناټو سره همکاري زیاته کړي.



اړوند خبرونه