اوکراین پوځ د روسیې د اجیرو ځواکونو په یوې هډې د برید سره د لسګونو تنو روس ځواکونو د وژلو ادعا کړې

اوکراین د هیواد په ختیځ کې د دونباس په سیمه کې د روسي ځواکونو په یوې هډې د برید سره د څه باندې سل تنو روس اجیر ځواکونو د وژلو ادعاء کړې ده.

1868278
اوکراین پوځ د روسیې د اجیرو ځواکونو په یوې هډې د برید سره د لسګونو تنو روس ځواکونو د وژلو ادعا کړې

اوکراین د هیواد په ختیځ کې د دونباس په سیمه کې د روسي ځواکونو په یوې هډې د برید سره د څه باندې سل تنو روس اجیر ځواکونو د وژلو ادعاء کړې ده.

په دونباس کې، د روسیې د واګنر اجیر ځواکونو هډه د اوکراین لخوا وویشتل شوه.

ویل کیږي د روس ځواکونو د هډې موقعیت د کرملین پلوه ژورنالیستانو لخوا د روسي ځواکونو د هډې نه د لیدنې نه وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو کړو پوستونو او انځورونو نه تثبت شوی وو.

روس ژورنالیست سرګي سریدا، چې د کرملین پلوو پوسټونو سره مشهور دی، تیره اونۍ په پاپاسنا کې د  روسیې د واګنر اجیرو ځواکونو هډې څخه لیدنه وکړه.

د اوکراین پوځ اعلان وکړ چې د هډې موقعیت د سریډا لخوا په ټولنیزو رسنیو کې د شریک شوي عکسونو څخه تثبیت کړی وو. دا هډه يي د امریکا ساخت هیمارس راکټونو سره ویشتې ده.

اوکراین ویلي دي چې  پدې  برید کې  تر ۱۰۰ تنو ډیر روس مزدور عسکر وژلي دي.

پداسې حال کې چې مسکو ددې برید په اړه څه ندي ویلي خو په اوکراین پلو يي د ورته برید نه خبر ورکړی دی.

 د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی  چې د خارکوف په سیمه کې د پولنډ او جرمني څخه راغلو د اوکراین په پلوي بهرنيو جنګیاليو برید کړی دی.

ویل شوي چې د اسکندر توغندیو په برید کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه جنګیالي وژل شوي او تر ۵۰ زیات ټپیان شوي دي. همداشان روسیې د اوکراین پوځ ته هم د درنو ځاني تلفاتو د اړولو ادعاء کړې ده.

 

روسیې پوځ ویلي دي  چې په خرسون او دونیتڅک سیمو کې د اوکراین پوځ ته تر ۴۰۰ زیات ځاني تلفات اوښتي دي.

روسیې د دونیتڅک په سیمه کې په بمباریو کې د ملکي وګړو ګڼ میشت ځایونه د راکټونو او توپونو په ګولیو په نښه کړي دي.

پداسې حال کې چې په سلویانسک کې  ملکي تلفات راپور ورکړ شوی دی زیربناوې هم زیانمنې شوي دي.

بل خوا د اوکراین د دفاع وزارت اعلان کړی چې په تېره اوونۍ کې د روسیې د وسلو ۱۰ ډیپوګانې په نښه شوي دي.


پيوندونه: #برید , #اوکراین , #روسیه

اړوند خبرونه