په کریمیا کې د روسي ځواکونو د مهماتو په ډیپو کې چاودنه شوې

د اوکراین اړوند په  کریمیا کې چې روسیې په زور سره د خپلې خاورې سره  ګډه کړې، په موقتي ډول ذخیره شوي مهماتو په یو ډیپو کې ستره چاودنه وشوه.

1868408
په کریمیا کې د روسي ځواکونو د مهماتو په ډیپو کې چاودنه شوې

د اوکراین اړوند په  کریمیا کې چې روسیې په زور سره د خپلې خاورې سره  ګډه کړې، په موقتي ډول ذخیره شوي مهماتو په یو ډیپو کې ستره چاودنه وشوه.

د روسیې د دفاع وزارت بیا ویلي دي چې په کریمیا کې ددوې د مهماتو موقتي ډیپو کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده.

د روسیې د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې اورلګیدنه  د کریمیا د جانکوی سیمې  د مایسکوی کلي ته نږدې چیرې چې د  پوځي واحد پورې اړوند مهمات په موقتي توګه ذخیره شوي وو رامنځته شوې ده .

په خبرکې ویل شوي، مهمات دچاودني له امله له منځه تللي دي.

ويل کيږي چې په دې پيښه کې چاته ځاني زيان نه دى اوښتى او سيمې ته اور وژونکي ډلې استول شوي دي.

د اور لګېدنې علت معلومولو په اړه څېړنې روانې دي.

د بله پلوه  د کریمیا د  مایسکوی کلي ته نږدې د جانکوی په ښار کې د بریښنا په سب سټیشن کې هم د اورلګیدنې د  رامینځته کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.



اړوند خبرونه