چین د ټایوان پر خلاف یو بل ګام اوچت کړ
د روانې مياشتې په پيل کې تايوان ته د امريکا متحده ايالتونو د استازو د مجلس د رئيسې نانسي پلوسي له سفر وروسته، چين د ټایوان د حکومت پر چارواکو او د خپلواکۍ پر پلويانو بنديزونو لګوي.
د روانې مياشتې په پيل کې تايوان ته د امريکا متحده ايالتونو د استازو د مجلس د رئيسې نانسي پلوسي له سفر وروسته، چين د ټایوان د حکومت پر چارواکو او د خپلواکۍ پر پلويانو بنديزونو لګوي.
د ګلوبل ټايمز د خبر له مخې، د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د ټایوان د چارو د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د تايوان لومړۍ وزیره سو چينګ، د پارلمان رئيس يو سي کون، د بهرنيو چارو وزير جوزف وو، په امريکا کې د ټایوان د حکومت استازي بي خيم شياو، د ولسي جرګې غړي کو لي سوینګ ، ساي شي چانګ، کير چين مينګ، چن جياو هو او وانګ تينګ يو او فعال لي في فان د بنديزونو په لېست کې شامل شوي دي.
په خبر کې ، یاد شوي کسان چې د تایوان د خپلواکۍ سخت مدافعین دي په بیلتون غوښتنې تورن شوي چین او د چین اړوند هانګ کانګ او مکاو سیمو ته د هغوې او د هغوې د کورنیو په تګ راتګ بندیز لګول شوی او هغه بنسټونه، سازمانونه ، شرکتونه او افراد چې دوی سره تړاو لري په چین کې د اشخاصو، سازمانونو ، اداراتو او تجاري او هر ډول فعالیتونو باندې بندیز لګول کیږي.
سربیره پردې، د تایوان ډیموکراسۍ بنسټ چې د پارلمان د رئیس لخوا یې مشري کیږي، او د نړیوالې همکارۍ او پراختیا وجهي صندوق چې د بهرنیو چارو وزیر وو عمومي منشي دی، هم د بندیزونو په لست کې شامل شوي دي. پدې اړه ویل شوي دي چې
"د تايوان د خپلواکۍ په اړه هلې ځلې د چين د بيا يو ځای کېدو په لاره کې تر ټولو لوی خنډ او د ملت د بيا ژوندي کولو لپاره تر ټولو لوی خطر دی. د تايوان له خپلواکۍ مدافعین يو لږ شمېر سخت دريځه بېلتون غوښتونکو د خپلو شخصي ګټو په خاطر، د يو څه مودې راهیسې د بهرنیو قوتونو سره د جرم شریکي ډیره کړې ده .
بېلتون غوښتونکي عناصر په قصدي توګه د تایوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ جګړې ته لمن وهي او په غیر مسؤلانه ډول د سیمې سولې او ثبات ته زیان رسوي. د روانې میاشتې په پيل کې ټایوان ته د امریکا متحده ایالتونو د استازو مجلس د مشرې نانسي پلوسي سفر او هلته ډیر ناوړه فعالیتونه د ټایوان د خپلواکۍ لپاره د هلو ځلو د ډیرولو یوه ښکاره بیلګه ده.
په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوی چې د چین حکومت به د چین په مرکزي خاوره کې د هیواد د ویشلو په هدف هیڅ ډول فعالیت ونه زغمي.
"موږ به هیڅ بهرني ځواک ته اجازه ورنکړو چې د ملي بیا راژوندي کولو پروسې پر وړاندې خنډ جوړ کړي او د تایوان د خپلواکۍ په هدف بیلتون غوښتونکې فعالیتونه وکړي.
اړوند خبرونه
د ملګروملتونو د امنیت شورا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب پر مسودې رای اچونه کوي.
فلسطین یو ځل بیا د ملګروملتونو سازمان د بشپړ غړیتوب غوښتنه وکړه