پوتین : روسیه خپلو متحدینو سره پیاوړو اړیکو ته ډیر زیات اهمیت ورکوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې دوی د لاتینې امریکا، اسیایي او افریقايي هېوادونو سره قوي او پیاوړو اړیکو ته ارزښت ورکوي.

1868099
پوتین : روسیه خپلو متحدینو سره پیاوړو اړیکو ته ډیر زیات اهمیت ورکوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې دوی د لاتینې امریکا، اسیایي او افریقايي هېوادونو سره قوي او پیاوړو اړیکو ته ارزښت ورکوي.

پوتین ویلي "موږ خوښ یو چې زموږ هیواد په بیلابیلو براعظمونو کې ډیری متحدین، شریکان او د ګډ لیدوري خلک او همنظري لري. دا هغه دولتونه دي چې د تش په نامه تسلط په وړاندې سر نه ټیټوي."

پوتین دا خبرې د «ارمیا» په نوم د اتم نړیوال پوځي-تخنیکي فورم د پرانیستلو پر مهال وکړې، چې په  مسکو کې به د اګست تر ۲۱مې دوام وکړي.

پوتین وویل چې دا هیوادونه (د لاتینې امریکا، آسیا او افریقایي هیوادونه) کولی شي خپلواکه لاره تعقیب کړي.

"دوی د پرمختګ یوه خپلواکه لاره غوره کوي. دوی غواړي د نړیوالو قوانینو، متقابل مسؤلیتونو او د یو بل ګټې د  په نظر کې نیولو سره نړیوالې او سیمه ایزې امنیتي مسئلې په ګډه حل کړي. په دې توګه، دوی د څو قطبي نړۍ په ساتنه کې مرسته کوي."

پوتین وویل، روسیه د لاتینې امریکا، اسیا او افریقا له هېوادونو سره پیاوړې اړیکې لري.

"موږ د لاتینې امریکا، آسیا او افریقایي هیوادونو سره قوي، دوستانه او ریښتیني باور لرونکي اړیکو ته ډیر زیات  ارزښت ورکوو. موږ چمتو یو چې خپلو متحدینو او شریکانو ته خورا عصري وسلې وړاندې کړو، له کوچنیو وسلو څخه زغره وال وسایط او توپخانې، له پوځي هوايي چلند څخه تر ډرون پورې."



اړوند خبرونه