ملګرو ملتونو پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د ګڼو ماشومانو د وژل کېدو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.

د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو کمشنره : د ماشومانو وژل او ټپي کول بې وجداني ده

1866881
ملګرو ملتونو پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د ګڼو ماشومانو د وژل کېدو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.

ملګرو ملتونو پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د ګڼو ماشومانو د وژل کېدو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ میشل باچلیټ په خپل لیکلي بیان کې د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې د وژل شویو ماشومانو د شمېر په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

"په نښته کې هر ماشوم ته زیان رسول خورا ځورونکي دي. د ماشومانو وژل او ټپي کول بې وجداني ده."

میشل باچلیټ ویلي دي  چې یواځې  په تیره یوه اونۍ کې په فلسطین کې د اسرائیلو د بریدونو په پایله کې ۱۹ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

"د بشري حقونو نړیوال قانون واضح او څرګند دی. هغه بریدونه چې ملکي وګړي یا ملکي عناصر په نښه کوي منع دي. دا بریدونه باید ودرول شي."

باچلیټ وویل "د اسرائیلو لخوا د بشري حقونو له نړیوال قانون څخه پرله پسې سرغړونې په یوې نورمالې مسئلې اوښتي او ددې هیواد نه حساب پوښتنې میکانیزم شتون نلري.." هغې په فلسطین کې د ملکي تلفاتو د عاملینو په اړه هر څه ژر  د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

باچلیټ وویل چې د اسرائیلو د روان تاوتریخوالي په وړاندې د معافیت اقلیم د تاوتریخوالي دورې ته دوام ورکوي.

"په داسې حال کې چې په فلسطین کې وضعیت خورا نازک دی، د نابلوس پیښې په غزه کې د جګړې د لا زیاتیدو خطر لري. د نورو وینو تویولو د مخنیوي لپاره اعظمي اعتدال ته اړتیا ده."

په داسې حال کې چې د اګست په ۵-۷ د ​​غزې په تراړه د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۷ فلسطیني ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، د اګست په ۹ مه په لویدیځه غاړه کې په بریدونو کې ۲ ماشومان ووژل شول.



اړوند خبرونه