په مالي کې پر امنیتي ځواکونو خونړی برید شوی چې له امله يي په لسګونو سرتیري وژل شوي
په مالي کې پر امنیتي ځواکونو د ترسره شوي خونړي برید له امله د مړو شمیره د ۴۰ تنو نه واوښته.
په مالي کې پر امنیتي ځواکونو د ترسره شوي خونړي برید له امله د مړو شمیره د ۴۰ تنو نه واوښته.
د مالي د ګاو په سیمه کې د اګست په اوومه نېټه پر امنیتي ځواکونو تروريستي بريد وشو چې په نتیجه کې د وژل شويو سرتېرو شمېر ٤٢ تنو ته ورسېد.
د حکومت لخوا په خپور شوي بیان کې یادونه شوې چې د انسونګو ولسوالۍ په تیسیت کلي کې د داعش پورې تړلې ترهګرې ډلې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ چې وژل شوو سرتیرو شمیر ۴۲ تنو ته لوړ شو.
ويل کيږي چې په دې بريد کې ٢٢ تنه پوځيان ټپيان شوي او ٣٧ تنه ترهګر هم له منځه وړل شوي دي.
له بلې خوا په مالي کې د دغه برید له امله د اګست له ۱۰مې نیټې څخه ۳ ورځې ملي ماتم اعلان شوی دی.
د ویلو ده چې د مالي پوځ د برید نه وروسته په لومړي ځل د یکشنبې د ورځې په برید کې د ۱۷ تنو عسکرو د وژل کیدو خبر ورکړی وو.
بورکینا فاسو، مالي او نایجر چې د ساحل په سیمه کې سره ګډه پوله لري په وروستیو کلونو کې د القاعدې او داعش سره د تړلو ترهګرو ډلو د بریدونو سره مخ دي.
سره له دې چې په مالي کې د ۲۰۱۳ کال راهیسې د بهرنیو ځواکونو ماموریتونه دوام لري خو بیا هم په دغه هیواد کې ترهګریز سازمانونه خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.