د امریکا متحده ایالتونو د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي چین ته ډیر غوڅ پیغام ورکړ.

پلوسي  وویل چې د هغې هیواد به چین ته د  تایوان منزوي کولو او د ټاپو شاوخوا نظامي تمرینات عادي کولو  ته اجازه ورنکړي.

1866357

نانسي پیلوسي وویل چې هغه تایوان ته تللې وه ترڅو د ډیموکراسۍ ملاتړ وکړي او وښیې چې چین نشي کولی ټاپو منزوي کړي.

پلوسي په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې هغه تایوان ته د خپل پلاوي په سفر "ډیره ویاړي".

د امریکا د استازو مجلس مشرې وویل، چین زما سفر د پوځي تمریناتو د ترسره کولو د بهانې په توګه وکاراوه.

د ولسي جرګې غړي ګریګوري میکس چې له پلوسي سره تایوان ته تللی وو، هم بي بي سي ته ویلي، چې د دې لیدنې په اړه هیڅ پښیمانه نه دي.

میکس وویل  "دا مهمه وه چې وښودل شي چې امریکا متحده ایالتونه نشي کولی  چې خپل ملګري یواځې پریږدي."

پيوندونه: #ټایوان , #چین , #امریکا

اړوند خبرونه