د امریکا متحده ایالتونو د انډیانا ایالت کې ډیره زوروره چاودنه شوې

د امریکا متحده ایالتونو د انډیانا ایالت په ایونسویل ښار کې په یوه کور کې د چاودنې له امله درې تنه وژل شوي دي.

1866433
د امریکا متحده ایالتونو د انډیانا ایالت کې ډیره زوروره چاودنه شوې

د امریکا متحده ایالتونو د انډیانا ایالت په ایونسویل ښار کې په یوه کور کې د چاودنې له امله درې تنه وژل شوي دي.

د ایونسویل ښار د اور وژنې مشر مایک کونلي وویل، چاودنې، چې لامل یې معلوم نه دی، شاوخوا ۴۰ کورونه یې زیانمن کړي دي.

کونلي ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په چاودنه کې ۳ تنه وژل شوي او ښايي دا شمېره نوره هم لوړه شي.

په داسې حال کې چې ویل شوي وو چې ویجاړو شویو ودانیو ته ننوتل خوندي نه دي، خو د چاودنې په اړه پلټنې پیل شوې.

د ویلو ده چې دا پيښه د امریکا په ځايي وخت د چارشنبې ورځې د ماسپخین د یوې بجې په شاوخوا کې رامنځته شوې ده . د یاد شوي ښار ښاروال ویلي دي چې چاودنه ډیره زیاته زوروره وه. د پلټنې چارې بشپړې شوي ندي. د همدې امله کیدای شي چې د مړو شمیر لوړ شي.


پيوندونه: #چاودنه , #امریکا

اړوند خبرونه