ټایوان : د ټایوان په شاوخوا کې د چین پوځي تمرینات د ټایوان د اشغال لپاره د پلان چمتو کول دي

ټایوان : چین د ټایوان د اشغالولو لپاره چمتوالی نیسي.

1865820
ټایوان : د ټایوان په شاوخوا کې د چین پوځي تمرینات د ټایوان د اشغال لپاره د پلان چمتو کول دي

د تایوان د بهرنیو چارو وزیر جوزف وو وویل  چې  ټایوان ته د  امریکا متحده ایالتونو د استازو د مجلس د مشرې نانسي پلوسي له سفر وروسته د ټاپو په شاوخوا کې د چین پوځي تمرینونه "د یرغل پلان لپاره چمتووالی" دی.

د ټایوان د بهرنیو چارو وزیر خبري کنفرانس ته وویل چې  د چین لخوا  د اعلان شوو څلور ورځنیو پوځي تمریناتو نه وروسته  په  دوامدار توګه تمرينونه د هند - آرام سمندر سيمه ، چې یوه  تر ټولو بوخته هوايي او سمندري ټرانسپورتي  لارې  څخه ده ،  دا  فعاليتونه ګډوډ کړي، د سيمې سوله او امنيت يې زيانمن کړی دی. هغه چین  په غیر مسؤلانه عمل کولو تورن او ملامت کړ.

هغه  وویل چې بیجینګ د پلوسي سفر د بهانې  په توګه کارولی او "د تایوان تنګي او شاوخوا کې د تسلط رامینځته کولو اراده یې څرګنده کړه".

"چین ددې پوځي تمریناتو نه د  تایوان د اشغالولو په خاطر د خپل پلان چمتو کولو لپاره کار اخلي."

 وزیر زیاته کړه  چې  د چین لخوا د تمرینونو په جریان کې د ټاپو په شاوخوا کې بالستیک توغنديو توغول، په ښکاره توګه  نورو  هیوادونو ته  د تایوان د اشغال په مسئله کې د مداخلې نه کولو په برخه کې پيغام ورکړ. د نورو هیوادونو د مداخلې د مخینوي هڅه وکړه.

"د لاسرسۍ د مخنیوي لپاره په  تاکتیکونو بیاکتنه د تایوان هاخوا د چین جیو - ستراتیژیک ارمانونه څرګندوي. د پوځي تمرینونو تر شا د چین اصلي اراده د تایوان تنګي او په ټوله سیمه کې د وضعیت بدلول دي."

وزير وو د آزادۍ  مدافعینو ټولو هېوادونو څخه وغوښتل چې د استبداد خپراوي ته د ځواب ورکولو لپاره متحد شي.

وو وويل، د بېجينګ موخه د لويو تمرينونو، توغنديو ازموينو، سايبري بريدونو، د ناسمو معلوماتو ورکولو کمپاينونو، اقتصادي بنديزونو او جبر له لارې د تايوان د خلکو مورال کمزوری کول دي.

" د چین  دا ډول هڅې موږ نه ډارولی  شي او نه هم موږ ماتولی شي. هیڅوک نشي کولی له تایوان څخه ازادي او ډیموکراسي واخلي. دا زموږ په وینه  کې ځای شوي ارزښتونه دي. تایوان به تر پایه د خپل آزادۍ او ډیموکراتیک ژوندانه ساتنه وکړي."

د ویلو ده چې تیره اونۍ  ټايوان ته د نانسي پلوسي او د هغې سره د کانګرس د پنځه کسیز پلاوي سفر د بیجینګ عکس العمل راوپاراوه . چین ټایوان د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي. د اګست په دویمه او درېمه نېټه له د پلوسي د سفر نه  وروسته چين د دغه ټاپو په شاوخوا کې پوځي تمرينونه پيل کړل. تمرینونه، چې په پیل کې اعلان شوي و چې د اګست د ۴ نه تر ۷ نیټې به دوام وکړي خو  د ټاکل  شوي مهال ویش څخه زیات دوام وکړ . دا تمرینونه اوس هم دوام لري.



اړوند خبرونه