فیلیپین د روسیې نه د ۱۶ پوځي ټرانسپورتي چورلکو د اخیستو نه لاس په سر شو.

فیلیپین د امریکا د بندیزونو له ډاره د روسیې نه د پوځي چورلکو د پيریدو نه لاس په سر شو

1866108
فیلیپین د روسیې نه د ۱۶ پوځي ټرانسپورتي چورلکو د اخیستو نه لاس په سر شو.

فیلیپین د روسیې نه د ۱۶ پوځي ټرانسپورتي چورلکو د اخیستو نه لاس په سر شو.

 فیلیپین اعلان وکړ چې له روسیې سره یې د ۱۶ پوځي ترانسپورتي چورلکو د پېریدو لپاره د ۲۲۷ میلیون ډالرو په ارزښت تړون په رسمي ډول لغوه کړ.

د فیلیپین  دفاع وزارت ویاند ارسینیو اندولونګ په یوه بیان کې وویل،

" دفاع وزارت د فیلیپین هوایی ځواک لپاره د ۱۶ Mi-17 ټرانسپورتي  هیلیکوپټرو پیرود لپاره د روسیې له Sovtechnoexport LLC شرکت  سره د تړون لغوه کول رسمي او نهايي  کوي."

اندولونګ یادونه وکړه چې دوی د روسیې سره د ۲۲۷ میلیون ډالرو قرارداد لغوه کیدو اړوند مسلو په اړه ډیپلوماټیک ډیالوګ پیل کولو ته چمتووالی نیسي.

د فیلیپین  د دفاع پخواني وزیر ډیلفن لورینزانا ویلي، د تړون د لغوه کولو د لاملولو نه یو او تر ټولو  مهم د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه چې د فبرورۍ له ۲۴مې پیل شوې وه د امریکا د بندیزونو په اړه ددې هیواد اندیښنې دي. د روسیې او اوکراین جګړه اوس هم دوام لري.

لورینزا وویل چې هغه ډاډه نه دی چې ایا حکومت به وکولی شي د قرارداد لپاره تادیه شوي ۳۶ میلیونه ډالره بیرته د روسیې نه ترلاسه کړي.



اړوند خبرونه