په امریکا کې د لومړي ځل لپاره د یو پخواني ولسمشر کور د فدرال څیړنیز دفتر لخوا تالاشي کیږي.

په امریکا کې  ( اف بي ای ) د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ  کور تالاشي کړ.

1865383
په امریکا  کې د لومړي ځل لپاره د یو پخواني ولسمشر کور د فدرال څیړنیز دفتر لخوا تالاشي کیږي.

په امریکا متحده ایالتونو کې د لومړي ځل لپاره د یو پخواني ولسمشر کور د فدرال څیړنیز دفتر لخوا تالاشي کیږي.

په امریکا کې  ( اف بي ای ) د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ  کور تالاشي کړ.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل ټولنیزې مډیا پاڼې له لارې ویلي دي چې په فلوریدا کې د هغه کور د ( اف بي ای ) لخوا تالاشي شوی دی.

ټرمپ د امریکا د ۴۵م ولسمشر په توګه په خپور کړي پیغام کې د خپل کور د تالاشۍ نه د امریکا د ولس لپاره د یو تورتم دورې په توګه یادونه کړې ده . هغه ویلي دي  چې  دا ډول برید یوازې د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې کېږي.

ټرمپ د هغه کور د ( اف بي ای ) لخوا محاصره شوی ادعاء کړې ده . هغه ویلي دي چې افراطي کین اړخو د عدالت سیستم ته د وسلې میلونه ګرځولي دي.

ټرمپ ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ددینه مخکې د امریکا د هیڅ ولسمشر سره دا معامله نده شوې. هغه ویلي دي چې ډیموکراټان نه غواړي چې زه د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو په سیالۍ کې ګډون وکړم. هغوې نه غواړي چې زه د ولسمشرۍ لپاره کاندید شم.

ټرمپ ویلي دي چې ( اف بي ای ) دده په کور کې یو سیف مات کړی . هغه زیاته کړې ده چې د دولتي ادارو سره  هر ډول همکارۍ سره سره پرته له دې چې هغه ته خبر ورکړ شي دا ډول چاپه اچول مناسب کار ندی.

اسوشیټیډ پریس، د هغو کسانو په حواله چې د مسئلې په اړه معلومات لري، ویلي چې د  د ولسمشر ټرمپ په کور کې تالاشي د ( اف بي ای ) د هغه تحقیقاتو سره تړاو درلود چې ایا ټرمپ د ولسمشرۍ د دندې  پرمهال په  فلوریډا کې په خپل استوګنځي کې محرم اسناد ساتلي دي او که نه؟

د بله پلوه ویل کیږي  چې د اسنادو هغه  ۱۵ صندوقونه چې ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه  ورته لاس رسی درلود، لا هم نه دي راستانه شوي.

د فدرالي قوانینو له مخې محرم اسناد د قوانینو له مخې ورته د ټاکل شوو ځایونو نه بهر ویستل منع دي.

ددې پرمختګ نه وروسته د ټرمپ په سلګونو تنه پلویان د هغه د کور ترڅنګ راټول شوي او د هغه په ملاتړ يي د شعارونو په ورکولو پیل کړی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت او اف بي ای د مسئلې په اړه د څه ویلو نه ډډه کړې ده .



اړوند خبرونه