په غلو دانو بار دوه نوروکښتیو هم د اوکراین د بندرونو حرکت وکړ.

د اوکراین نه د غلو دانو د خوندي لیږد د تړون په چوکاټ کې په غلو دانو بار دوو نورو کښتیو هم د اوکراین د بندرونو نه حرکت وکړ

1865479
په غلو دانو بار دوه نوروکښتیو هم د اوکراین د بندرونو حرکت وکړ.

 په غلو دانو بار دوه نوروکښتیو هم د اوکراین د بندرونو حرکت وکړ.

د اوکراين د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې د غلو دانو دوه نورې کښتۍ له اوکراين څخه حرکت کړی دی.

د وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې  د غلې دانې د خوندي لیږد په چوکاټ کې ، د لایبریا بیرغ لرونکی "د سمندر زمری" په نامه کښتۍ چې ۶۴۷۲۰  ټنه جوار پکې بار دي او  سویلي کوریا ته  انتقالوي او  بله  د تورکیې بیرغ لرونکی "رحمي یاغجي"  په نامه کښتۍ  چې ۵۳۰۰ ټنه د د ګل افتاب پرست کونجاړه پکې بار ده او استانبول ته انتقالوي  نن سهار د چورنومورسک د بندر څخه  حرکت وکړ.

د بله پلوه د تورکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې په غلو دانو بار دا دوه کښتۍ به هم استانبول ته د رارسیدو سره د اخر کاپي په سیمه کې لنګر واچوي او د ګډې همغږۍ د مرکز لخوا د کنټرول د چارو د سرته رسیدو نه وروسته به خپل منزل پر لورې حرکت وکړي.


پيوندونه: #غله دانه , #اوکراین

اړوند خبرونه