زیلینسکي : د هېواد په دونیڅک سیمه کې وضعیت لا هم کړکېچن دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، د هېواد په دونیڅک سیمه کې چې د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې د روسیې پر ضد جنګیږي، وضعیت لا هم کړکېچن دی.

1864853
زیلینسکي : د هېواد په دونیڅک سیمه کې وضعیت لا هم کړکېچن دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، د هېواد په دونیڅک سیمه کې چې د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې د روسیې پر ضد جنګیږي، وضعیت لا هم کړکېچن دی.

ولادیمیر زیلینسکي د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې د خپل هیواد په ختیځو جبهو کې وروستي پرمختګونو به اړه  ویلي دي چې حالات سخت دي په ځانګړې توګه د دونیتڅک او خارکیف کې.

زیلینسکي وویل چې د اوکراین پوځ دلته د " خپل سر " په قیمت د روسیې د بریدونو مخه نیسي. هغه زیاته کړه ،"په دونباس کې وضعیت لا هم ډېر کړکېچن دی. زموږ پوځ د روسیې د ترور د مخنیوي او یرغلګرو ته د احتمالي زیانونو د اړولو لپاره هر ممکنه هڅه کوي."

زیلینسکي د دې خبرې په ټینګار سره  وویل چې روسي ځواکونه د خارکیف پر وړاندې د بریدونو د زیاتولو لپاره د شدت کچه ښه پسې لوړه کړې  او  دلته سختې نښتې روانې دي.

ولادیمیر زیلینسکي همداراز ټینګار وکړ چې پوځ لا زیاتو وسلو ته اړتیا لري.

"موږ هره ورځ او پرته له کوم خنډ  او ځنډه    د جګړې لومړیو کرښو ته  ځواکمن او اوږد واټن ویشتونکي سیسټم   او د وسلو د اکمالاتو د زیاتولو لپاره کار کوو. موږ د خپلو شریکانو د ملاتړ کڅوړو په اړه ښه خبر او خبرونو انتظار باسو."



اړوند خبرونه