د جنوبي کوریا د پوهنې وزیرې د دندې د پیل نه ۳۴ ورځې وروسته استعفا وکړه

د جنوبي کوریا د پوهنې وزیرې پارک سون-ای چې ۳۴ ورځې وړاندې ټاکل شوې وه، له خپلې دندې استعفا وکړه.

1865066
د جنوبي کوریا د پوهنې وزیرې د دندې د پیل نه ۳۴ ورځې وروسته استعفا وکړه

د جنوبي کوریا د پوهنې وزیرې پارک سون-ای چې ۳۴ ورځې وړاندې ټاکل شوې وه، له خپلې دندې استعفا وکړه.

د یونهاپ د راپور له مخې، پارک سون-ای، چې غوښتل په ښوونځیو کې د ماشومانو د شمولیت عمر د شپږو کلونو نه پنځو کلونو ته راټیټ کړي  د والدینو او ښوونکو د سختو نیوکو سره مخامخ شوې وه چې د همدې امله يي  خپله استعفا ولسمشر یون سوک یول ته وړاندې کړه.

پارک، په مطبوعاتي کنفرانس کې  وویل چې هغه د تعلیمي پالیسیو مسولیت چې غبرګونونه يي راپارولي وو ټول دده په غاړه دی.

که د هغه استعفا ومنل شي، پارک به لومړۍ وزیره شي چې د ولسمشر یون سوک یول په مشرۍ د حکومت نه استعفا کوي.

پارک د جولای په ۵ نیټه د پوهنې د وزیرې په توګه دنده پیل کړې وه.



اړوند خبرونه