په ټایلینډ کې په یو نایټ کلب کې اورلګیدنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د تایلینډ په سویل ختیځ کې د چونبوري سیمه کې د ماونټین بی نایټ کلب کې اور لګیدنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
د تایلینډ په سویل ختیځ کې د چونبوري سیمه کې د ماونټین بی نایټ کلب کې اور لګیدنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
د پيښې نه وروسته یو زیات شمیر د لومړنیو مرستو ټیمونه او اور وژنې ډلې د پیښې ځای ته واستول شوې.
د چارواکو د پیښې په اړه خبري رسنیو ته ویلي دي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او لږ تر لږه ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې اورلګیدنه د اور وژونکو لخوا د ۲ ساعته کار وروسته تر کنټرول لاندې راوستل شوه. پولیسو ویلي چې د نایټ کلب شاته دروازه تړل شوې وه او د عاجل وضعیت دروازه هم تړل شوې وه. پداسې حال کې چې چارواکو ویلي چې ټول قربانیان د تایلینډ اتباع دي، د تایلنډ لومړي وزیر پریوت چان اوچا ویلي چې د هغو کسانو کورنیو سره به مرسته وشي چې په نایټ کلب کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
په تایلنډ کې په ۲۰۰۹ کال کې د بنکاک په یوه نایټ کلب کې د اور لګېدنې له امله تر ۶۰ ډېر کسان ووژل شوي وو او د کلب مالک په ۲۰۱۱ کال کې مجرم وپېژندل شو او زنداني شو. په ۲۰۱۲ کال کې د فوکیت په یوه نایټ کلب کې د اور لګېدنې له امله ۴ تنه مړه او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي وو.
اړوند خبرونه

د شیطاني آیات د کتاب پر لیکوال سلمان رشدي پرون په نیویارک کې خونړی برید وشو
د شیطاني آیت کتاب پر لیکوال سلمان رشدي برید کوونکی ونیول شو.