د ټایوان د مشرې لخوا د چین پر خلاف سخت غبرګون
د تایوان مشر سای اینګ وین د چین د هغه پوځي تطبیقاتو په اړه چې ټایوان ته د امریکا متحده ایالتونو د استازو مجلس د مشرې نانسي پلوسي د سفر په غبرګون کې پيل کړي دي ډیر سخت غبرګون وښود.

د تایوان مشر سای اینګ وین د چین د هغه پوځي تطبیقاتو په اړه چې ټایوان ته د امریکا متحده ایالتونو د استازو مجلس د مشرې نانسي پلوسي د سفر په غبرګون کې پيل کړي دي ډیر سخت غبرګون وښود.
سای خپلو خلکو ته په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل چې د چین لخوا د تایوان شاوخوا سیمو ته چې نړیوال هوایي او سمندري دهلیزونه شتون لري د توغنديو توغول "یو غیر مسؤلانه عمل دی او په سیمه کې پوځي ګواښونه زیات کړي دي ."
هغې وويل چې د چين کړنې تايوان په تنګي کې وضعيت کمزوری کوي او زموږ له ملي حاکميت څخه سرغړونه کوي.
سای وویل چې تایوان به د چین د ګواښونو په مقابل کې تاوتریخوالی زیات نه کړي، مګر د خپل حاکمیت نه به دفاع وکړي. هغې پر بیجینګ د اعتدال او سلیم عقل نه د کار اخیستو غږ وکړ ."
د ټایوان مشرې دې په څرګندولو سره وویل چې حکومت به په بندرونو او هوایی ډګرونو فعالیتونه پرته د هر ډول خنډ او ستونزې په نورمال او عادي توګه د دوام پيدا کولو او مالي بازارونو د استحکام لپاره به اړین ګامونه پورته کړي . د تایوان مشر یادونه وکړه چې د هیواد اردو هم د تطبیقاتو په سیمه کې د څار کچه لوړه کړې.
تايوان مشرې ددې خبرې په ټينګار سره وویل چې هیواد به يي د سیمې د هیوادونو ، په نړۍ کې د ډیموکراتیکو شریکانو او د هند او ارام سمندر سيمې د سولې د ساتلو لپاره سره ګډ کار کولو ته دوام ورکړي.
موږ پر نړيوالې ټولنې غږ کوو چې د تايوان د ډيموکراسۍ ملاتړ وکړي او د چين له يو اړخيز او غير منطقي پوځي اقداماتو او چلند سره مخالفت وکړي.
د تایوان مشرې د G7 هیوادونو څخه په ګډه اعلامیه کې د چین په کړنو د نیوکې کولو او د تایوان په تنګي کې د سولې او ثبات لپاره د دوی ملاتړ مننه وکړه."
د تایوان د دفاع وزارت خبر ورکړی چې د چین له خوا د دغه ټاپو په شاوخوا کې د پوځي تمرینونو په ترڅ کې توغول شوي توغندي د ټایوان په سمندري حریم کې لګیدلي دي. د چین د دفاع وزارت د پلوسي له سفر وروسته اعلان وکړ چې دوې به د ټاپو په شاوخوا کې "یو لړ پوځي تمرینونه" ترسره کړي.
اړوند خبرونه

د شیطاني آیات د کتاب پر لیکوال سلمان رشدي پرون په نیویارک کې خونړی برید وشو
د شیطاني آیت کتاب پر لیکوال سلمان رشدي برید کوونکی ونیول شو.