د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چین لخوا د ټایوان په تنګي کې د پوځي تطبیقاتو په اړه سخت غبرګون وښود
بلینکن : چین ټایوان ته د امریکا د استازو د مجلس د مشرې سفر په بهانه په ټایوان کې تطبیقات پيل کړي دي

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې د چین نظامي تمرینونه چې تایوان په نښه کوي ، په شمول د جاپان ځانګړي اقتصادي زون د غورځیدولو توغندیو په سیمه د تاوتریخوالي د زیاتولو لامل ګرځي. دا اقدام "د پام وړ زیاتی" دی.
بلنکن د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د ختيځې اسيا د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې چې د کمبوديا د پلازمېنې پونم پن په يوه هوټل کې جوړه شوې وه ګډون وکړ.
بلینکن دلته له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل:
"چین د تایوان تنګي او شاوخوا کې د خپلو پارونکو نظامي فعالیتونو د زیاتولو لپاره تایوان ته د امریکا متحده ایالتونو د استازو د مجلس مشرې ننسي پلوسي سفر د بهانې په توګه غوره کړی دی.
انتوني بلینکن ټینګار وکړ چې امریکا متحده ایالتونه د "چین له خطرناکو اقداماتو" وروسته د جاپان سره "قوي پیوستون" کې دی.
چین تیره ورځ د امریکا متحده ایااتونو د استازو جرګې د مشرې نانسي پلوسي د سفر په غبرګون کې د ټایوان ټاپو په شاوخوا کې "د پوځي تمرینونو لړۍ" پیل کړه.
د چین لخوا توغول شوي لارښود توغندي د تایوان سره نږدې د ټاپو په شمالي ، سویلي او ختیځ برخو کې د جاپان په منحصر اقتصادي سیمه کې غورځیدلي دي.
اړوند خبرونه

د شیطاني آیات د کتاب پر لیکوال سلمان رشدي پرون په نیویارک کې خونړی برید وشو
د شیطاني آیت کتاب پر لیکوال سلمان رشدي برید کوونکی ونیول شو.