ناټو سازمان مشر: صربستان او کوسووا باید خپل اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په صربستان او کوسووا په خپلو منځونو کې د موجودو اختلافاتو د حل په خاطر د خبرو اترو او مذاکراتو د پيلولو غږ وکړ.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په صربستان او کوسووا په خپلو منځونو کې د موجودو اختلافاتو د حل په خاطر د خبرو اترو او مذاکراتو د پيلولو غږ وکړ.
ینس سټولټنبرګ، د ټولنیز مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې هغه د کوسووا په شمال کې د تاو تریخوالي په اړه د صربستان له ولسمشر الکساندر ووچیچ سره تلیفوني خبرې وکړې.
هغه زیاته کړې ده چې ،
"ټول اړخونه باید په رغنده توګه د اروپایي ټولنې په منځګړیتوب خبرو اترو کې برخه واخلي او د ډیپلوماسۍ له لارې اختلافات حل کړي." سټولټنبرګ وویل که چیرې ثبات له ګواښ سره مخ شي د ناټو د کوسووا ځواک چمتو دی چې مداخله وکړي .
وروسته له هغه چې اعلان وشو چې هرڅوک چې په کوسووا کې ژوند کوي د صربیانو په ګډون باید د کوسووا د پيژندپاڼه او د موټر لپاره لمبر پلیټ واخلي . دې مسئلې په کوسووا کې د میشتو صربیانو سخت غبرګون وپارو او د جولای د ۳۱مې د ماښام په په ساعتونو کې د هیواد په شمال کې پولې وتړلې.
د کوسووا حکومت د صربیانو د مظاهرو او سخت غبرګون نه وروسته خپل دا تصمیم، د سپتمبر تر لومړۍ نیټې پورې وځنډول . وروسته له ددې د صربیا سره د سرحدي دروازو په لور پر سړکونو ټول خنډونه لیرې کړې شول.
صربستان کوسووا د خپلې خاورې په توګه ګڼي، چې په ۲۰۰۸ کال کې یې خپلواکي اعلان کړې.
د بلګراد-پریشتینا ډیالوګ پروسه چې په ۲۰۱۱ کال کې د اروپایي ټولنې په منځګړیتوب پیل شو، موخه یې د اړیکو عادي کول او په نهایت کې یو بل پیژندل دي.
د کوسووا او صربستان ترمنځ د خبرو اترو بهیر په پرله پسې ډول د مختلفو دلایلو له امله ځنډول کیږي، لکه د جولای د ۳۱ په ماښام کې تاوتریخوالی.
اړوند خبرونه

د سومالیا په سواحلو کې یوه بله ایراني بېړۍ هم د سمندري غلو له خوا وتښتول شوه.
د سومالیا په سواحلو کې د یوې اونۍ په دننه کې دویمه ایراني کښتۍ د سمندري غلو لخوا وتښتول شوه