د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک وویل چې تورکیه د جرمني یو مهم ملګری دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره تورکیې ته راځي

1860728
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک وویل چې تورکیه د جرمني یو مهم ملګری دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک وویل چې تورکیه د جرمني یو مهم ملګری دی.

انالینا بیرباک نن یونان او سبا تورکیې ته له خپل سفر مخکې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د ناټو د متحدینو او اروپایي شریکانو ترمنځ یووالی د پخوا په پرتله ډیر مهم شوی دی چې د همدې امله  اوس یونان او تورکیې ته خپل سفرونه کوي.

بیرباک یادونه وکړه چې د مدیترانې امنیت به تورکیې  ته ددې د سفر د اجنډا یو له مهمو ټکو څخه وي.

"تورکیه زموږ لپاره یو اړین ملګری دی او یو داسې هیواد دی چې زموږ سره د بل هر هیواد په پرتله ډیر تړلی دی. د میلیونونو خلکو زړونه زموږ د هیوادونو لپاره ټپیږي."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې پلان درلود چې د جون د ۸ او لسو نیټو ترمنځه یونان او تورکیې ته سفر وکړي، خو دا سفرونه وروسته له هغه وځنډول شول چې پاکستان  ته د سفر نه وروسته هلته د هغې  کرونا ویروس   ټسټ مثبت اعلان شو.


پيوندونه: #تورکیه , #جرمني

اړوند خبرونه