سپینې ماڼۍ د بایدن د هغه څرګندونو په اړه چې په سرطان ناروغۍ روږی شوی دی سپیناوی وکړ

سپینه ماڼۍ د ولسمشر بایدن د څرګندونو په اړه چې ویلي وو په سرطان ناروغۍ روږدی شوی دی څرګندونې وکړې

1857614
سپینې ماڼۍ  د بایدن د هغه څرګندونو په اړه چې په سرطان ناروغۍ روږی شوی دی سپیناوی وکړ

د امریکا د متحده ایالتونو حکومت د  ولسمشر جو بایډن هغه څرګندونو په اړه  چې ویلي یې وو د سرطان په ناروغۍ روږدی شوی دی ، وویل ، ددې څرګندونو نه د ولسمشر بایدن موخه د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه مخکې د پوټکي په سرطان روږدي کیدل  او ښه کیدل دي.

جو بایډن په ماساچوسټس ایالت  کې  یوې غونډې ته په وینا کې  ، فوسیل سونګ موادو  ته په اشارې سره وویل " د فوسیل سونګ موادو له امله زه او یو زیات شمیر کسان د سرطان په ناروغۍ روږدي شوي یو ، زمونږ ښار دیلاویر په هیواد کې د سرطان تر ټولو لوړه کچه خاوند دی." د بایدن دې څرګندونو د خلکو سره ډول ډول پوښتنې راولاړې کړې.

پداسې حال کې چې په  ټولنیزو رسنیو کې ډیری خلکو ایا  "بایډن سرطان ناروغۍ باندې روږدی شوی دی؟" پوښتنې راولاړې کړې.  انډریو بیټس، د سپینې ماڼۍ یو مرستیال ویاند بیا د خپل ټویټر پاڼې له لارې د څرګندونو سره  دا مسله روښانه کړه.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې  ولسمشر جو بایدن  د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه مخکې د سرطان په ناروغۍ روږدی شوی وو او وروسته يي ښه شوی وو. ولسمشر بایدن هم دې مسئلې ته اشاره کړې وه. دا معلومات  د ولسمشر بایدن په روغتیايي راپور کې هم ثبت دي.هغه وویل چې ولسمشر بایدن دم ګړۍ د سرطان په ناروغۍ روږدی ندی او روغتیايي حالت يي ښه دی.



اړوند خبرونه