د نوي زیلاند لومړۍ وزیرې پر ملګروملتونو سازمان ډیرې سختې نیوکې وکړې

د نوي زیلاند  لومړۍ وزیرې جسیندا آرډرن د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې د روسیې او اوکراین د روانې جګړې له کبله پر ملګرو ملتونو سازمان ډیرې سختې نیوکې وکړې.

1853193
د نوي زیلاند لومړۍ وزیرې پر ملګروملتونو سازمان ډیرې سختې نیوکې وکړې

د نوي زیلاند  لومړۍ وزیرې جسیندا آرډرن د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې د روسیې او اوکراین د روانې جګړې له کبله پر ملګرو ملتونو سازمان ډیرې سختې نیوکې وکړې.

هغې وويل چې  " ملګرو ملتونو سازمان له اخلاقي پلوه افلاس کړی دی."

لومړۍ وزیرې جسیندا آرډرن په سیډني کې په لووي انسټیټیوټ کې جوړ شوي پروګرام کې خبرې وکړې.

 

" که چیرې یو ملت د قوانینو پر بنسټ نظم، بشري حقونو، د ملګرو ملتونو لخوا تعریف شوي قوانینو ته درناوي کوونکي  ګاونډي  وي ، که د هغه لویوالی ، شتمني او طاقت په هره اندازه وي  او د حاکمیت حقونو او ګډو مسئولیتونو  احساس ته ارزښت ورکوي ، خپلې ګټې او منافع ددې ارزښتونو له مخې  تعقیبوي.

خوکه چیرې څو اړخیزې ادارې نیمګړتیاوې ولري او دوی موږ په ناکامۍ محکوموي، په اصل کې دوې ناکام دي. ددې نیمګرتیاو او یا د هغه نه بدتر د اخلاقي ناکامیو له امله باید داسې ونشي چې مونږ نړۍوالو مشکلاتو ته د ځواب ورکولو نه عاجز شو.

د نوي زیلاند  لومړۍ وزیرې  وویل چې نړۍوالو ننګونو ته د ځواب نه ورکولو تر ټولو  غوره بیلګه د اوکراین او روسیې په جګړه کې د ملګرو ملتونو د دریځ او چلند نه یادونه کولی شو . هغې زیاته کړه چې

"په دې وروستیو کې بله  ښه بیلګه د امنیت په شورا کې د روسیې د دریځ له امله د اوکراین جګړې ته د مناسب ځواب په ورکولو کې د ملګرو ملتونو پاتې راتلل دي. ملګري ملتونو سازمان  له اخلاقي پلوه افلاس کړی دی.»

د ویلو ده چې د نوي زیلاند لومړۍ وزیرې په غیرې مستقیم توګه د ملګروملتونو سازمان پر ساختار سختې نیوکې وکړې .

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوږدې مودې راهیسې د ملګروملتونو سازمان پر ساختار نیوکې کوي او پدې ساختار کې د جدي اصلاحاتو راوستو غوښتنه کوي.

ولسمشر اردوغان د ملګروملتونو سازمان په هرې اسمبله او هر غونډه کې وايي چې نړۍ د پنځو نه لویه ده او د نړۍ تقدیر باید یواځې د پنځو هیوادونو عدالت ته تسلیم نه کړی شي.



اړوند خبرونه