د انګلستان لومړي وزير بوريس جانسن له خپلې دندې او د خپل ګوند له مشرۍ نه استعفا وکړه.
د انګلستان لومړي وزیر له خپلې دندې استعفا وکړه
د انګلستان لومړي وزير بوريس جانسن له خپلې دندې او د خپل ګوند له مشرۍ نه استعفا وکړه.
بوریس جانسن په پلازمېنه لندن کې د خپلې وینا کې وویل ،
"تر هغه وخته چې نوی لومړی وزیر ټاکل کیږي، زه به خپل دندې ته دوام ورکوم. زه غواړم له خپلې کورنۍ، ملګرو او د انګلستان له خلکو مننه وکړم چې زما سره یې په دنده کې مرسته کړې ده."
د ویلو ده چې پرون د انګلستان د روغتیا وزیر ساجد جاوید او د مالیې وزیر رشي سنک له خپلو دندو استعفاوې وکړې.
جاوید وویل چې هغه نور نشي کولی په وجدانآ خپلې دندې ته دوام ورکړي ځکه چې په جانسن نور باور نه لري.
د روغتیا وزیر د استعفا کولو پریکړې نه لږ وروسته، د مالیې وزیر سنک هم خپله استعفا اعلان کړه.
د دوو وزیرانو د استعفا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې جانسن وویل چې هغه د محافظه کاره وکیل او د ګوند ګروپ مشر کریس پنچر پروړاندې د ځورونې تورونو څخه د خبر د درلودو سره سره هغه ته د ورکړې دندې له امله ډیر پښیمانه دی.
د لومړي وزیر دفتر، نمبر ۱۰، مخکې ویلي وو چې جانسن د پنچر په وړاندې د ځورونې تورونو څخه خبر نه و. په هرصورت ، وروسته څرګنده شوه چې جانسن په ۲۰۱۹ کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د هغه د دندې پرمهال د پنچر په اړه د شکایتونو په اړه معلومات درلودل.
مخکې لدې چې وزیران استعفا وکړي ، جانسن پنچر ته د ورکړې دندې له امله بخښنه وغوښته او لوی افسوس یې څرګند کړ.
جانسن ددینه مخکې هم د کرونا د قرنطین مقرراتو نه د سرغړونې له امله د سختو نیوکو لاندې راغلی وو او د استعفا غوښتنه يي شوې وه.
جانسن، حتا یو ځل نقدي جریمه شوی هم وو.
جانسن د جون په ۶ مه نیټه په خپل ګوند کې د باور د تازه کولو په رای اچونه کې د ۱۴۸ مخالفو رایو په مقابل کې د ۲۱۱ موافقو رایو سره د ګوند د مشر په توګه ټاکل شوی وو.