سرګي لاوروف : د اوکراین په دونباس او نورو سیمو کې د ملکي وژنو مسئول لویديځ دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل ، د اوکراین په دونباس او نورو سیمو کې د ملکي وګړو د وژنو یواځنی  مسئول لویدیځ دی.

1852729
سرګي لاوروف : د اوکراین په دونباس او نورو سیمو کې د ملکي وژنو مسئول لویديځ دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل ، د اوکراین په دونباس او نورو سیمو کې د ملکي وګړو د وژنو یواځنی  مسئول لویدیځ دی.

سرګي لاوروف د ویتنام پلازمینې هانوي ته په سفر کې د ویتنام د بهرنیو چارو له وزیر بوی تاه سون سره له کتنې وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

لاوروف دې ته په اشارې سره وویل چې لوېدیځو هېوادونو په اوکراین کې د جګړې له امله پر روسیې بندیزونه لګولي، چې ویتنام په دغو بندیزونو کې ګډون نه دی کړی او مسئله د روسیې لپاره ځانګړی ارزښت لري.

لاوروف  د روسیې د بیلګورود او کرسک ښارونو باندې د بریدونو په اړه ، د اوکراین د حکومت  هغه ادعاګانو ته چې ویلي دي  "د روسیې پوځ د لویدیځو هیوادونو لخوا اوکراین ته د وسلو لیږد بندولو لپاره دپه  خپلو ښارونه بریدونه کوي ، وویل ،

"دوی دروغ وایي. په اړه یې حقایق معلوم دي او د روسیې د دفاع وزارت هره ورځ پدې اړه معلومات وړاندې کوي."

هغه زیاته کړه "لویدیځ باید په دې پوه شي چې د ملکي وګړو د وژنې مسؤل دی، په ځانګړې توګه د دونباس په سیمه او د اوکراین په نورو برخو کې. د کیف اداره د لویدیځ لخوا چمتو شوي وسلې د ملکي خلکو په وړاندې د ډارولو د وسیلې په توګه کاروي. دا دولتي تروریزم دی. "



اړوند خبرونه