امریکا : پدې پړاو کې د ایران سره په دوحه کې دویم ځل خبرې نه کوو

امریکا متحده ایالتونو ویلي، په دې پړاو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له ایران سره دویم ځل مذاکراتو نکوي.

1852604
امریکا : پدې پړاو کې د ایران سره په دوحه کې دویم ځل خبرې نه کوو

امریکا متحده ایالتونو ویلي، په دې پړاو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له ایران سره دویم ځل مذاکراتو نکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرایس ورځني خبري کنفرانس کې وویل چې د تهران ادارې په دوحه کې په جوړه شوې غونډه کې دوی "ناهیلي " کړل.

پریس وویل، ایران له اټمي موافقې د بېرته ستنېدو پرته نورې غوښتنې کړې دي، چې دا په دې مانا ده چې د تهران اداره جدي او صادقه نه ده.

د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د دویم پړاو د ترسره کولو لپاره د اروپايي ټولنې د چارواکو د هڅو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل ،

"موږ د خپلو هڅو لپاره د اروپايي  ملګرو څخه مننه کوو، مګر دویمه ناسته په اجنډا کې نه ده."

ویاند پرایس بیا ټینګار وکړ چې امریکا متحده ایالتونه  د ایران اټومي تړون ته چې د عمل د ګډ جامع پلان  په نوم هم یادیږي بیرته راستنیدو ته ژمن دی  چې په 2015 کې لاسلیک شوی او  په ۲۰۱۸ کال کې ترینه امریکا وتلی وو . هغه وویل چې امریکا ژمن دی خو  تهران ژمن نه دی کړی.ځکه چې دې هیواد تر اوسه پورې دا عزم ندی ښودلی.

هغه خبرې اترې چې تیر کال د اتریش په پلازمینه ویانا کې د بیا پلي کولو لپاره پیل شوې وې، د مارچ په ۱۱ نیټه د "بهرنیو عواملو" له امله وځنډول شوې. د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي پالیسیو عالي استازي  جوزپ بوریل

جون په ۲۵ مه  نیټه تهران ته د سفر په ترڅ کې پریکړه وشوه چې د اټومي موافقې د عملي کیدو په اړه خبرې اترې به د موافقې په چوکاټ کې د قطر په پلازمینه دوحه کې دوام وکړي. د امریکا او ایران ترمنځ غیر مستقیم خبرې د جون په ۲۸ او ۲۹ په دوحه کې ترسره شوې.



اړوند خبرونه