د سپینې ماڼۍ ویانده : بایدن پر تورکیې د اف ۱۶ الوتکو پلورولو نه پوره ملاتړ کوي

د سپینې ماڼۍ ویانده : پر تورکیې د اف ۱۶ الوتکو د خرڅلاو په اړه د ولسمشر بایدن په دریځ کې کوم بدلون ندی راغلی دی

1852494
د سپینې ماڼۍ ویانده : بایدن پر تورکیې د اف ۱۶ الوتکو پلورولو نه پوره ملاتړ کوي

د امریکا متحده ایالتونو د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جین پییر ویلي چې دوی له څو میاشتو راهیسې تورکیې سره  د F-16 الوتکو د پلورلو په اړه خبرې کولې او ولسمشر جوبایډن هم د دې پلور نه پوره  ملاتړ کوي.

جین پییر په ورځني خبري کنفرانس کې تیره اونۍ  د اسپانیا په پلازمینه مادرید کې د د ناټو د مشرانو د غونډې په چوکاټ کې د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې نه وروسته په تورکیې  د F-16 الوتکو د  خرڅلاو په اړه د جوبایډن د مثبتو څرګندونو په اړه په کانګرس کې د یوې ډلې ډیموکراټ غړیو  نیوکو ته ځواب ووایه.

جین پییر ددې خبرې په ټینګار وویل چې د یو څه مودې راهیسې پر تورکیې د اف ۱۶ الوتکو د خرڅلاو مسئله د اجنډا په سر کې قرار لري. هغې زیاته کړه ،

"موږ د F-16 په اړه خورا روښانه یو. موږ له څو میاشتو راهیسې په دې اړه مذاکراتو بوخت یو. بایډن واقعیا د دې غوښتنې ملاتړ کوي. له دې پرته نوره کومه نوې خبره نشته."

د ویلو ده چې بایډن په مادرید کې  د ناټو د مشرانو د سرمشریزې په څنډه کې له ولسمشر اردوغان سره د لیدنې نه وروسته ، د جون په ۳۰مه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دوی اړتیا لري چې پر تورکیې F-16 جنګي الوتکې وپلوري او د دې لپاره د امریکا له کانګرس اجازه لازمي ده خو دا اجازه هم ترلاسه کړي.

بایډن په خپله وینا کې  ویلي وو،

"هغه څه چې ما (ولسمشر اردوغان) ته وویل هغه هماغه څه دي چې ما په دسمبر کې ورته ویلي وو. موږ باید پر (تورکیې) F-16 الوتکې وپلورو او د هغوې موجودې  الوتکې هم عصري کړو. که چیرې مونږ دا کار ونکړو دا به زمونږ په ګټه نوي. دوی ته مې وویل چې ما د دسمبر راهیسې خپل دریځ کې کوم بدلون راوستی ند. "ما یوازې وویل چې موږ باید پر تورکیې دا الوتکې وپلورو. هغه څه چې زه اړتیا لرم د کانګرس تصویب دی. زه فکر کوم چې موږ به دا تصویب ترلاسه کړو."

د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې د سناتورانو یوې ډلې په هغه لیک کې چې دوی یې پرون بایډن ته لیږلی پر دې ملاتړ انتقاد وکړ.



اړوند خبرونه