د اوزبیکستان په قره قالپاقستان کې په مظاهرو کې ۱۸ تنه مړه او نږدې ۲۵۰ تنه نور ټپیان شوي

د اوزبیکستان په خودمختاره جمهوریت قره قالپاقستان کې د جولای له لومړۍ او دوهمې نېټې په پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۴۳ نور ټپیان شوي دي.

1851609
د اوزبیکستان په قره قالپاقستان کې په مظاهرو کې ۱۸ تنه مړه او نږدې ۲۵۰ تنه نور ټپیان شوي

د اوزبیکستان په خودمختاره جمهوریت قره قالپاقستان کې د جولای له لومړۍ او دوهمې نېټې په پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۴۳ نور ټپیان شوي دي.

د اوزبیکستان د لوی څارنوالۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه هېواد په اساسي قانون کې د قره قالپاقستان د خودمختاره جمهوریت د حیثیت په اړه د مادو د تعدیل په اړه وړاندیز ،  وروسته له هغه چې د خلکو په اجنډا کې قرار ونیو، لاریونونه  پيل شول. قره قالپاقستان په مرکز نکوس کې د جولای د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه تر دوهمې نیټې پورې په دغه مظاهرو او لاریونونو  کې لږ تر لږه  ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۸ تنو امنیتي منسوبینو په ګډون ۲۴۳ کسان ژوبل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۹۴ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي وضعیت نازک دی، په ټینګار سره ویل شوي، چې د پېښو په تړاو ۵۱۶ کسان نیول شوي دي.

د جولای په لومړۍ نېټه په قره قالپاقستان کې اعتراضونه هغه مهال پیل شول چې د اوزبیکستان په اساسي قانون کې د قره قالپاقستان د خودمختاره جمهوریت د حیثیت په اړه د مادو د بدلون لپاره ځینې وړاندیزونه په اجنډا کې راغلل.

له دې وروسته د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف، نوکوس ته لاړ، هلته مظاهرې روانې وې، له ښاریانو سره یې وکتل او اعلان یې وکړ چې د قره قالپاقستان دریځ به نه بدلوي.

په داسې حال کې چې مظاهرې روانې وې، د میرضیایف له خوا د لاسلیک شوي فرمان سره سم، قره قالپاقستان په خودمختاره جمهوریت کې د اګست تر دوهمې نیټې پورې بیړنی حالت اعلان شو.



اړوند خبرونه