ستولتنبرګ : د ناټو د سازمان د ځوابي ځواک شمیره به د ۴۰ زرو نه ۳۰۰ زرو ته لوړ کړو

د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، دوی پلان لري چې تر راتلونکي کال پورې د ناټو د ځوابي ځواکونو د سرتېرو شمېر ۳۰۰ زرو ته لوړ کړي.

1850087

ینس سټولټنبرګ د اسپانیې په پلازمینه  مادرید کې د ناټو سرمشریزې په جریان کې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې وکړې.

سټولټنبرګ د ناټو د ځوابي ځواک په چوکاټ کې چې په لوړه کچه چمتو شوي واحدونه لري، د سرتېرو شمېر له ۴۰ زرو څخه ۳۰۰ زرو ته لوړولو پلان په اړه د پوښتنې په ځواب کې وويل، متحد هېوادونه به په بېلابېلو برخو کې له دې ځواک سره مرسته وکړي.

"د دې ځواک لویه برخه به په خپلو هیوادونو  کې میشته وي."

سټولټنبرګ د دې خبرې په څرګندولو سره  وویل چې متحد هیوادونه  به  دغه واحدونه د ناټو په چوکاټ کې همغږي کړي، او پدې اړه به د چمتووالي کچه لوړه کړی شي.

"د دې ځواک یوه برخه به (که اړتیا وي) په لومړیو لسو ورځو کې او بله به په دېرشو ورځو کې چمتو شي. د دغو دوو برخو ځواکونه  ټولټال څه باندې درې سوه زره سرتیري دي. زموږ پلان دا دی چې تر راتلونکي کال پورې یې چمتو کړو."

سټولټنبرګ د دې په بیانولو سره چې دوی تمه لري متحد هیوادونه به د دې ځواک لپاره خپلې ژمنې پوره کړي.

اړوند خبرونه