په کولمبیا کې په زندان کې د بلوا له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ

د کولمبیا په جنوب لویدیځ کې د تولوا په ښار کې په یوه زندان کې د رامنځته شوې بلوا په نتیجه کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ.

1849371
په کولمبیا کې په زندان کې د بلوا له امله په لسګونو تنو ژوند  د لاسه ورکړ

د کولمبیا په جنوب لویدیځ کې د تولوا په ښار کې په یوه زندان کې د رامنځته شوې بلوا په نتیجه کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ.

د نوموړي هیواد د ملي زندانونو رئیس، تیتو کاسټیلانوس اعلان وکړ چې پدې پیښه کې لږ تر لږه ۴۹ تنه  بندیان وژل شوي دي.

 کاسټیلانوس وویل "دا یوه غمجنه او تراژیدیکه  پیښه ده،" هغه زیاته کړه چې په ټولیز ډول په زندان کې ۱۲۶۷ تنه  بندیان شتون لري.

  د کولمبیا ولسمشر ایوان دوکو چې  د پرتګال په سفر تللی دی  په ټویټر کې لیکلي "موږ په تولوا ایالت د  ویل ډیل کاکا  د ښار په زندان  کې د رامنځته شوې پیښې په اړه خواشینی یو. زه  د ملي زندانونو د مشر له تیتو کاستیلانوس سره په تماس کې یم او د دې ناوړه وضعیت د روښانه کولو لپاره مې  د تحقیقاتو امر ورکړی دی."

"بندیانو د تېښتې هڅې پر مهال بسترونو ته اور واچاوه"

د کولمبیا رسنیو د چارواکو په حواله ویلي، بندیانو له زندان څخه د تېښتې هڅه وکړه چې ساتونکو هڅه وکړه چې د تیښتې مخه ونیسي.

 بندیانو خپل بسترونو ته اور واچو چې اورلګیدنه رامنځته شوه ، او ډیری کسان وسوځیدل او ژوند يي  د  لاسه ورکړ.


پيوندونه: #بلوا , #زندان , #کولمبیا

اړوند خبرونه