روسیې د فرانسې د سفارت د فرهنګي اتشې د ډیپورتولو پریکړه وکړه

فرانسې تایید کړه چې په مسکو کې د سفارت کلتوري اتشه د روسیې لخوا "نامطلوب شخص " په توګه اعلان شوی.

1847695
روسیې د فرانسې د سفارت د فرهنګي اتشې د ډیپورتولو پریکړه وکړه

فرانسې تایید کړه چې په مسکو کې د سفارت کلتوري اتشه د روسیې لخوا "نامطلوب شخص " په توګه اعلان شوی.

د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، روسي چارواکو په مسکو کې د فرانسې سفارت ته خبر ورکړی چې د  سفارت فرهنګي اتشه نور د روسیې په خاوره کې نه غواړي.

په خبرپاڼه  کې ویل شوي چې د دې لپاره هیڅ "مشروع اساس" نه دی ښودل شوی او فرانسه په دې پریکړه خواشیني ده.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې  د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کاترین کولونا د وزارت له مسئولینو څخه د معلوماتو غوښتنه کړې، او ویل شوي دي چې په مسکو کې د فرانسې د سفارت پرسونل او د هغوې کار  د ډیپلوماتیکو او قونسلي اړیکو په اړه د ویانا کنوانسیونونو په چوکاټ کې راځي.

فرانسوي رسنیو راپور ورکړی چې په مسکو کې د فرانسې د سفارت فرهنګي اتشه  چې د روسیې لخوا سلب اعتبار شوې ده ، ورته د روسیې د خاورې نه د وتو په خاطر د جولای د ۱۷ مې نیټې پورې مهلت ټاکلی دی.

روسیې ویلي دي چې دغه ډیپلوماټ په دې وروستیو کې په هیواد کې یوې ممنوع لغوه شوې یو بنسټ او یوې منع شوې رسنۍ ته پیسې ورکړي دي.



اړوند خبرونه