روسیې ویلي چمتو دي چې د بهرنیو کښتیو په واسطه د اوکراین د غلو صادراتو ته اجازه ورکړي .

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په مسکو کې په اونیزه خبري غونډه کې د اوکراین له بندرونو څخه د غلو د ایستو او صادراتو په اړه څرګندونې وکړې.

1846883

زاخارووا د دې په بیانولو سره  وویل چې په تور سمندرګي او ازوف سمندرګي کې د بشردوستانه دهلیزونو د خوندي عملیاتو لپاره اړین شرایط د روسیې ځواکونو لخوا رامینځته شوي او کولی شي چې د کرنیزو محصولاتو او غلو دانو د صادراتو لپاره  د ماریوپول او بردیانسک بندرونه څخه استفاده وکړي.

هغې وویل چې "موږ تاییدوو چې روسیه چمتو ده چې د بهرنیو کښتیو په واسطه د اوکراین کرنیزو محصولاتو  صادراتو ته  اجازه ورکړو. دا په دې شرط چې کښتۍ د وسلو د قاچاق لپاره کنټرول شي او کیف له پارونکو اقداماتو، د ماینونو له ګواښ او تاو تریخوالي له رامینځته کولو څخه ډډه وکړي. غواړم یو ځل بیا دا خبره تکرار کزم چې مونږ چمتو یو چې د اوکراین کرنیزو محصولات، غلې دانې، سرې، انرژی او نور مهمو توکو د صادراتو په برخه کې مکلفیتونه پر ځای کړو.

زاخارووا د دې خبرې په ټینګار سره وویل چې چې له بندیزونو سره سره د دوه اړخیزو کانالونو له لارې د خوراکي توکو صادراتو ته دوام ورکوو، د کال تر پایه  به شاوخوا ۲۵ میلیونه ټنه غلې دانې او ۲۲ میلیونه ټنه سره  نړیوالو بازارونو ته ورسوو.

زاخارووا  وویل دا یو درواغ دي چې لویديځه نړۍ او ملګري ملتونه يي وايي چې په اوکراین د روسیې بریدونو له امله  د خوراکي توکو او غلو بحران رامینځته شوی دی.

د بله پلوه تمه کیږي چې تورکیه پدې اړه د یو څلور اړخیزې غونډې کوربه توب وکړي.

پدې غونډه کې به د روسیې او اوکراین استازو سربیره د ملګروملتونو سرمنشي هم ګډون وکړي.

اړوند خبرونه