په اروپا کې د ۲۰۳۵ کال نه وروسته د پطرولي او ډیزلي نویو موټرو تولید منع کیږي
د جرمني د مالیې وزیرې کریسټین لینډر ویلي چې دوی به د اروپايي ټولنې هغه قانون ونه مني چې له ۲۰۳۵ کال راهیسې د نویو پطرول او ډیزلي موټرو پر پلور بندیز لګوي.

د جرمني د مالیې وزیرې کریسټین لینډر ویلي چې دوی به د اروپايي ټولنې هغه قانون ونه مني چې له ۲۰۳۵ کال راهیسې د نویو پطرول او ډیزلي موټرو پر پلور بندیز لګوي.
کریسټین لینډنر د آلمان د صنعت د ورځې په درشل کې په جوړه شوې غونډه کې په خپله وینا کې، استدلال وکړ چې د اروپايي ټولنې هغه پلان چې په غړو هیوادونو کې به د ۲۰۳۵ نه په اعتبار سره نوي پطرول یا ډیزل موټرونه نه پلوري "غلط" دی.
ليندنر وويل د آلمان حکومت به د اروپايي ټولنې دغه قانون ونه مني.
د اروپا کمیسیون د "Fit for 55" کڅوړې لاندې ، کوم چې د اروپا د شنه تړون برخه ده او هدف یې تر ۲۰۳۰ کاله پورې لږتر لږه ۵۵ سلنه د ککړتیا مخنیوی دی ،وړاندیز کړی چې د ۲۰۳۵ کاله وروسته په اروپا کې د نوي پطرولي او ډیزلي موټرې ونه پلورل شي او په پلورولو يي بندیز ولګول شي.
په دې اساس، د دې نیټې څخه په اعتبار به د اروپایي ټولنې په هیوادونو کې نوي پطرول یا ډیزلي موټرې ونه پلورل شي.
د اروپا پارلمان د جون په اتمه د هغه قانون ملاتړ وکړ چې پکې له ۲۰۳۵ څخه د اروپایی ټولنې هیوادونو کې د نویو پطرولي او ډیزل موټرو پلور منع کول شامل دي. د دې مرحلې څخه وروسته، د مقرراتو په اړه خبرې اترې به د اروپا د پارلمان ، کمیسیون او غړو هیوادونو ترمنځ ترسره شي.