په ایتوپیا کې وسله والو د ملکي وګړو قتل عام وکړ.

د ختیځې افریقا  هیواد ایتوپیا کې د نامعلومو وسله والو  په برید کې څه باندې ۲۰۰ ملکي وګړي چې ډیری  د امارا  د توکم پورې  تړاو لري، وژلي دي.

1845618

د ایتوپیا د رسنیود خبر له مخې دا پيښه د تیرې خالي په ورځ  د هیواد په سویل مرکزي سیمه اورومیا کې رامنځته شوې ده .

په دغه برید کې تر ۲۰۰ ډېر ولسي وګړي وژل شوي وو.

د دغه برید څخه ژوندی پاتې شوي د سیمې  اوسيدونکي عبدالصید طاهر خبري رسنیو ته ویلي دي چې ، «ما ۲۳۰ جسدونه  وشمیرل او زه ویره لرم چې دا په ملکي خلکو باندې ترسره شوی تر ټولو خونړی برید وي.»

طاهر ویلي چې ددې برید نه خو ژغورل شوی دی خو په په راتلونکو د لا خونړیو بریدونو په اړه اندیښمن دی.

ادعا شوې چې دا برید د اورومو د ازادۍ پوځ د یاغیانو ډلې لخوا شوی دی.

خو یادې شوې ډلې  دا تورونه رد کړ کړي دي.

د ایتوپیا د بشري حقونو کمیسیون هم پر حکومت غږ کړی چې د دې ډول بریدونو د مخنیوي لپاره یوه حل لاره ومومي.

ایتوپیا چې  تر ۱۱۰ میلیونو څخه ډیر نفوس سره د توکمیزو ډلو ترمینځ پکې وخت نا وخته نښتې کیږي.

پيوندونه: #قتل عام , #ایتوپیا

اړوند خبرونه