امریکا روسیې ته خبرداری ورکړ چې د اوکراین د غلې دانې نه د وسلې په توګه کار وانخلي

د امریکا متحده ایالتونو د کرنې وزیر ټام ویلسیک پر روسیې غږ کړی چې د اوکراین غله د "وسلې" په توګه ونه کاروي، بندرونه پرانیزي او جګړه پای ته ورسوي.

1844754
امریکا روسیې ته خبرداری ورکړ چې د اوکراین د غلې دانې نه د وسلې په توګه کار وانخلي

د امریکا متحده ایالتونو د کرنې وزیر ټام ویلسیک پر روسیې غږ کړی چې د اوکراین غله د "وسلې" په توګه ونه کاروي، بندرونه پرانیزي او جګړه پای ته ورسوي.

ټام ویلسیک د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په یوه خبري کنفرانس کې، د نوي ډول کرونا ویروس (کوویډ - ۱۹) ناروغۍ او د اکمالاتو لړۍ کې ستونزې ، د اقلیم بدلون او په پای کې هغه جګړه چې روسیې د فبروري په ۲۴ په اوکراین کې پیل کړې د غلې او دانې د امنیت په برخه کې تر ټولو د سترو ستونزو په توګه یادونه وکړه.

ویلساک د دې په بیانولو سره وویل  چې امریکا متحده ایالتونه  به د غلو تولید زیات کړي او د سرې په کارولو او تولید کې د ۵۰۰ میلیونو ډالرو پانګوونې پلان لري . ویلساک وویل چې په هیوادونو  کې د غلو د زیرمو په اړه د روښانه تابلو  نشتوالی د خوراکي توکو د بیو د لوړیدو لامل شوی.

ویلساک وویل چې  امریکا پر خوراکي موادو او سرې بندیزونه نه دي لګولي. هغه  له روسیې وغوښتل چې د اوکراین غله د وسلې په توګه ونه کاروي، بندرونه پرانیزي او جګړه پای ته ورسوي.

هغه ددې خبرې په ټینګار سره وویل  چې په اوکراین کې د جګړې له امله ۲۰ میلیونه ټنه غله په بندرونو کې ساتل بنده پاتې ده.

 ټام ویلسیک خبرداری ورکړ چې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې احتمالي قحطي په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل کېدای شي.

ویلساک د دې په بیانولو سره چې د تورې بحیرې له لارې د اوکراین د غلو د صادراتو په اړه د ملګرو ملتونو د پلان په اړه جدي خبرې روانې دي، زیاته کړه چې تورکي چارواکي دغه خبرې اترې په جدي توګه ترسره کوي او له روسیې څخه هم د ورته جديت تمه لري.



اړوند خبرونه