د بورکینا فاسو په ساحلي سیمه کې د وسله والو په برید کې ۵۰ ملکیان وژل شوي دي.

ناپیژانده وسله والو په بورکینافاسو کې قتل عام وکړ

1842877
د بورکینا فاسو په ساحلي سیمه کې د وسله والو په برید کې ۵۰ ملکیان وژل شوي دي.

د بورکینا فاسو په ساحلي سیمه کې د وسله والو په برید کې ۵۰ ملکیان وژل شوي دي.

د حکومت ویاند لیونیل بلګو په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د شنبې او یکشنبې په شپه د ناپېژانده وسله والو له خوا په سیتینګا ولسوالۍ کې برید وشو.

بلګو ویلي، چې په دغه برید کې چې ملکي وګړي یې په نښه کړي، تر اوسه دوی ته ۵۰ جسدونه رسېدلي او ښايي د مړو شمېر نور هم لوړه شي.

بلګو ویلي، حکومت دغه ناوړه برید په کلکه توګه غندي او پر خلکو یې غږ کړی، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له دولتي ځواکونو سره همکاري وکړي.



اړوند خبرونه