د امریکا سمندري ځواکونو خپلې ټولې الوتنې ودرولې

د امریکا متحده ایالتونو سمندري ځواکونو پدې وروستیو کې د الوتکو د سقوط د پرله پسې پيښو نه وروسته د خپلو ټولو الوتنو د درولو نه خبر ورکړ.

1842004
د امریکا سمندري ځواکونو خپلې ټولې الوتنې ودرولې

د امریکا متحده ایالتونو سمندري ځواکونو پدې وروستیو کې د الوتکو د سقوط د پرله پسې پيښو نه وروسته د خپلو ټولو الوتنو د درولو نه خبر ورکړ.

د امریکا سمندري ځواکونو ویلي دي چې دا تصمیم يي د ټولو الوتکو په اړه د امنیتي پلټون د ترسره کولو په خاطر نیولی دی.

د یادولو وړ ده چې د الوتنو د درولو پریکړه د جون په میاشت کې د دریو پیښو وروسته وشوه، چې دوه یې وژونکې وې.

 د متحده ایالتونو د سمندري ځواکونو یوې سوپر هارنیټ الوتکې  د جون په ۳ د لاس انجلس سره نږدې د تعلیمي الوتنې پرمهال سقوط وکړ چې پدې پیښه کې د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړ. د جون په اتمه، پنځه سمندري سرتیري وروسته له هغه ووژل شول چې یو بل MV-22B اوسپری الوتکه د کالیفورنیا په ختیځ سان ډیاګو کې ولویده.

 د جون په نهمه د امریکا د سمندري ځواکونو اړوند یوې چورلکې په کالیفورنیا کې د معمول تعلیمي الوتنې پر مهال سقوط وکړ.

 سمندري ځواکونو راپور ورکړ چې پدې پیښه کې په چورلکې  سپاره ټول څلور کسان ژوندي ژغورل شوي دي. د دريو پېښو په اړه څېړنې دوام لري.



اړوند خبرونه