په کاناډا کې د کاتولیک کلیسا ۸۷ تنه پرسونل په جنسي ځوړونو په رسمي توګه تورن شول
په کاناډا کې د کلیسا په لسګونو تنو پرسونل په ماشومانو او بې دفاع لویانو جنسي تیری کړی دی
د کاناډا په کبک ایالت کې د کاتولیک کلیسا د ۸۰ کلن تاریخ پلټونکو خپلواکه مفتیشینو ، د کلیسا د کارمندانو په منځ کې ۸۷ تنه چې په جنسي تیریو په پیښو کې دخیل ول په ګوته کړل.
په کبک ایالت کې د کلیسا اړوند په ۹ جلا جلا سیمو کې د جنسي تیریو د ادعاګانو د څیړولو په خاطر تحقیقات پیل شول.
د سترې محکمې متقاعد قاضي اندرې ډینس ، چې د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په میاشت کې دا پلټنې پیل کړې وې د پلټنو راپور خپور کړ.
ډینس د کاناډا رسمي خبري اژانس کاناډا پریس سره په خبرو کې وویل چې په خپله څیړنه کې چې په کبک ایالت کې په ۹ سیمو کې چې د کلیسا د اسقف اعظم تر پوښښ لاندې دي د ۱۹۴۰ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځه د کلیسا د کارکوونکو چې په منځ کې اسقف اعظمان ، راهبان او د کلیسا کارکوونکي شتون لري د ۶۸۰۹ دوسیې څیړلي دي.
ډینس وویل چې په پلټنو کې وموندله چې د ۸۷ تنو کارمندانو د جنسي ځورونې په پیښو کې ښکیل وو چې په کوچنيانو او بې دفاع لویان يي د جنسي پلوه ځورولي دي.
هغه زیاته کړه د هغه ۸۷ تنو د جمع نه چې د جنسي ځورونکو په توګه پیژندل شوي دي ۵ تنه لاهم د کلیسا لپاره کار کوي، ډینس یادونه وکړه چې د جنسي ځورونکو اصلي شمیر ددینه ډیر زیات لوړ دی خو دا چې قربانیان د شکایتونو نه ډډه کوي نشي کولې چې اصلي شمیره معلومه کړي.
د مونټریال د سیمې اسقف اعظم کریسټین لیپین وویل چې د جنسي تیري د ټولو قضیو راپور ورکول ممکن نه دي، د جنسي ځورونې ځینې قضیې هیڅ ثبت شوي ندي.
د کاتولیکانو روحاني مشر او د واتیکان ولسمشر پاپ فرانسیس د کاتولیکې کلیسا د غړو له خوا ترسره شوي ناوړه چلندونه ومنل او اعلان یې وکړ چې دوی د قربانیانو لپاره د عدالت پلي کولو ژمنې تعقیبوي.