د ارجنټاین ولسمشر د امریکا د ولسمشر بایدن په ګډون په غونډه کې پر امریکا سخته نیوکه وکړه

د ارجنټاین ولسمشر البرټو فرناندز د  امریکا متحده ایالتونو  لخوا پر  کیوبا او وینزویلا پر لګول شوو بندیزونو سخته نیوکه وکړه.

1841089
د ارجنټاین ولسمشر د امریکا د ولسمشر بایدن په ګډون په غونډه کې پر امریکا سخته نیوکه وکړه

د ارجنټاین ولسمشر البرټو فرناندز د  امریکا متحده ایالتونو  لخوا پر  کیوبا او وینزویلا پر لګول شوو بندیزونو سخته نیوکه وکړه.

فرنانډیز د امریکا په لاس انجلس کې جوړه شوې د امریکا  هیوادونو نهمې  سرمشریزې ته په وینا  کې  وویل چې "  مونږ اندیښنه لرو چې د لاتینې امریکا او کارائب هیوادونه د نوي ډول کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ له امله د ودې په حال کې د نړۍ تر ټولو د پوروړو هیوادونو په توګه پاتې شي.  "

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې  په نړۍ کې غیر عادلانه مالي مقررات پلي کیږي، "په داسې حال کې چې میلیونونه خلک د فقر په کنده کې بند پاتې دي، یو څو تنه د ټولو عواید راټولوي".

فرناندز د امریکا هیوادونو دې سرمشریزې ته د لاتیني امریکا د هیوادونو لکه کیوبا او وینزویلا په نه رابللو سخته نیوکه وکړه.

هغه وویل "کیوبا تر ۶۰ ډیر کلونه کیږي چې د سړې جګړې پر مهال پر لګول شوې محاصرې په مقابل کې مقامت کوي.  او وینزویلا  د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ چې په نړۍ کې میلیونه انسانان له منځه وړي په څیر د یوې بلې محاصرې سره مخامخ ده."

فرنانډیز د امریکا ولسمشر جوبایډن ته په خطاب کې وویل:

"ولسمشر بایډن، تاسې واک ته د رسیدو نه څو کاله  وړاندې تاسو  تیرو  حکومتونو لخوا په نښه شوې او  زمونږ سیمې په اړه غوره کړې پالیسي زمونږ د سیمې  لپاره خورا زیانمنه وه. اوس ددې پالیسیو د بدلولو او د اوښتو زیانونو د جبرانولو وخت رارسیدلی دی.

البرټو فرناندز د روسیې او اوکراین جګړې ته په اشارې سره وویل، پر اوکراین د روسیې یرغل موږ ډېر اغېزمن کړي یو. د مذاکراتو یو داسې پلان ته په ډیر عاجله توګه اړتیا شتون لري چې دا جګړه ودروي. ددې فلاکت مخه ونیسي.



اړوند خبرونه