په اوکراین کې د روسیې د تلفاتو شمیره اعلان شوه

د اوکراین لوی درستیز خبر ورکړی، چې د روسیې پوځ یواځې  تېره ورځ ۱۰۰ تنه پوځیان له لاسه ورکړي او د جګړې له پیل راهیسې ۳۱ زره ۲۵۰ تنه سرتېري وژل شوي دي.

1838364
په اوکراین کې د روسیې د تلفاتو شمیره اعلان شوه

د اوکراین لوی درستیز خبر ورکړی، چې د روسیې پوځ یواځې  تېره ورځ ۱۰۰ تنه پوځیان له لاسه ورکړي او د جګړې له پیل راهیسې ۳۱ زره ۲۵۰ تنه سرتېري وژل شوي دي.

د اوکراین د  لوی درستیز دفتر  لخوا په خپور شوي بیان کې ، د فبروري له ۲۴ نیټې څخه د جون تر ۶ نیټې پورې د روسیې د پوځ تلفاتو ارقام اعلان شوي دي.

په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې د تېرې ورځې په جګړه کې د روسیې  ۱۰۰ تنه پوځیان، ۳ بې پیلوټه الوتکې ، یوه جنګي  الوتکه، ۱ چورلکه، ۵ ټانکونه، ۴ توپخانې او ۸ زغروال ګاډی او ۱ د روسیې هوایی دفاعی سیستم له منځه تللی دی. ۳ کروز په هوا کې شنډ او لمنځه وړل شوي دي.

د جګړې له پیل راهیسې، د روسیې پوځ ټولټال ۳۱۲۵۰ پوځیان له لاسه ورکړي، ۲۱۱ الوتکې، ۱۷۶ چورلکې، ۱۳۸۶ ټانکونه، ۳۴۰۰ زغره وال ګاډي، ۶۹۰ توپونه، ۲۰۷ راکټ لانچرونه او د روسیې د هوايي دفاع ۹۶ سیستمونه له منځه تللي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۱۳۹۵ موټرې، ۱۳ جنګي او  سپکې سرعت بېړۍ او ۵۵۱ بې پیلوټه الوتکې هم له منځه تللي دي. سربیره پردې، دا راپور ورکړل شوی چې د روسیې لخوا توغول شوي ۱۲۵ کروز توغنديو نه  ۹۶  هوایی دفاعي سیسټمونه د اوکراین د هوایی مدافعې واحدونو لخوا ویشتل شوي او ویجاړ شوي دي.

له بلې خوا اوکراين اعلان وکړ چې روسي تورنجنرال رومن کوتوزوف يي اوکراين په ختيځ کې وژلی دى.

د روسیې دولتي رسنۍ Rossiya 1 هم تایید کړې چې د مسکو یو جګپوړی جنرال د اوکراین په ختیځ کې د دونباس په سیمه کې د سختو جګړو پر مهال وژل شوی دی.



اړوند خبرونه