د امریکا ولسمشر جوبایډن اوکراین ته د ۷۰۰ میلیون ډالرو نوې پوځي مرسته تصویب کړه
د امریکا ولسمشر جوبایډن اوکراین ته د ۷۰۰ میلیون ډالرو نوې پوځي مرسته تصویب کړه، چې د توغندیو پرمختللی سیسټمونه پکې شامل دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن اوکراین ته د ۷۰۰ میلیون ډالرو نوې پوځي مرسته تصویب کړه، چې د توغندیو پرمختللی سیسټمونه پکې شامل دي.
جوبایډن په یوه لیکلي بیان کې ویلي چې اوکراین د روسیې پر وړاندې په زړه پورې مبارزه کوي او له دغه هېواد سره به د امریکا دفاعي ملاتړ دوام ولري.
"زه د اوکراین پوځ ته پر وخت د نوي نظامي مرستې کڅوړه اعلانوم."
بایډن وویل چې اوکراین ته د وسلو مرسته د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس لخوا تصویب شوي مرستې کڅوړې په چوکاټ کې دوام لري.
هغه وویل، "د مرستو په دې نوې کڅوړه کې پرمختللې وسلې شاملې دي چې له اوکراین سره به د روسیې په وړاندې د ځان نه په دفاع کې مرسته وکړي. پدې مرستو کې د (HIMARS) په نامه د پرمختللو توغندیو سیستم هم شامل دی.
په هغه فرمان کې چې د جوبایډن له خوا لاسلیک شوی، ویل شوي چې د اوکراین لپاره د مرستې بسته د ۷۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ده.
په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت د دفاعي پالیسۍ سلاکار وزیر کولن کاهل اعلان وکړ چې دوی د کیف له ادارې څخه ډاډ ترلاسه کړی چې د HIMARS راکټ سیسټمونه چې دوی به د اوکراین پوځ ته ورکول کیږي یوازې د دفاعي موخو لپاره به ترینه کار اخلي او د روسیې په خاوره په بریدونو کې نه کارول کیږي. .
په دې بسته کې پرمختللي توغندي سیسټمونه او چورلکې هم شاملې دي.
د HIMARS توغندیو سیسټمونو سربیره، د مرستې کڅوړه کې ۵ د توپ ضد رادارونه، ۲ د هوایی کنټرول رادارونه، ۱۰۰۰ جیولین د ټانک ضد توغندي، ۶۰۰۰ زغره والو له منځه وړونکې وسلې او ۱۵ زره ۱۵ ملی متره توپونه شامل دي.
سربیره پردې پدې کڅوړه کې ۴ دانې ، Mi-17 چورلکې او ۱۵ تاکتیکي وسایط به اوکراین ته واستول شي.
اړوند خبرونه

اوکراین د روسیې سره په روانه جګړه کې د روسیې ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړ
اوکراین اعلان کړې چې د دونیتڅک په باخموت سیمه کې د روسیې له پوځ سره نښتې زیاتې شوي دي.