اروپايي ټولنې پر روسیې د روانو بندیزونو په اړه یوه بله مهمه پریکړه وکړه
اروپايي ټولنې د روان کال تر پایه له روسیې څخه د تیلو واردات ۹۰ سلنه د کمولو پریکړه وکړه.
اروپايي ټولنې د روان کال تر پایه له روسیې څخه د تیلو واردات ۹۰ سلنه د کمولو پریکړه وکړه. ددې ترڅنګ د اروپايي ټولنې غړيو هېوادونو اوکراین سره د خپلو عاجلو اړتیاوو پوره کولو لپاره ۹ میلیارده یورو مرستې کولو پریکړه هم وکړه.
د اروپايي ټولنې د شورا مشر چارلس میشل اعلان وکړ چې د اروپايي ټولنې هېوادونه د روسیې د تېلو پر وارداتو د بندیز په اړه موافقې ته رسېدلي دي.
میشل وویل چې دا بندیز د روسیې د تیلو له دریو برخو څخه د دوو برخو نه ډیر واردات پوښي. د اروپايي ټولنې لوړپوړي چارواکي وویل چې دا تړون به د روسیې د جنګي ماشین لپاره د تمویل لویه سرچینه پرې کړي.
وروستی بندیز د روسیې پر وړاندې د بندیزونو د شپږم پړاو برخه ده چې د بروکسل په سرمشریزه کې تصویب شو.
چارلس میشل دا هم اعلان وکړ چې اروپايي ټولنې د روسیې ترټولو لوی بانک او دریو دولتي نشراتي ارګانونو باندې هم سخت بندیزونه تصویب کړي دي.
د بله پلوه روسیه هالنډ ته د ګازو جریان پرې کوي.
روسیې اعلان وکړ چې له سبا نه په اعتبار سره به هالنډ ته د ګاز جریان ودروي، ځکه چې د هیواد په روسي روبل کې د ګازو د پيسو ورکولو نه ډډه کړې ده .
په اوکراین باندې د روسیې له بریدونو او اروپايي هیوادونو لخوا پر روسیې د بندیزونو لګولو نه وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل اقتصاد او روسي ربل د ارزښت لوړولو په خاطر هغه فرمان لاسلیک کړ چې له مخې، پریکړه شوې چې هغه هیوادونه چې له روسیې څخه ګاز اخلي، باید خپل تادیات د روسیې په کرنسۍ روبل وکړي. د پوتین ددې فرمان نه وروسته روسیې په یو زیات شمیر اروپايي هیوادونو چې په روسي ربل باندې د ګازو د پیسو ورکولو نه ډډه کوله د ګازو جریان پرې کړ چې هالنډ هم پدې هیواد کې داخل کړی شو.
د روسیې د تیلو شرکت ګازپروم شرکت لخوا په یوه بیان کې ویل شوي چې هالنډ ته د به د ګازو لیږد چې په روبل کې د ګاز پيسو ورکولو سره مخالفت کوي ودرول شي .
یاد شرکت ویلي دي چې په تړون کې د ګازو د پیسو ورکولو نټیه مشخص شوې ده چې د مې ۳۰ مه نيټه ده.
ګازپروم اعلان کړی چې د اپریل لپاره به د ګاز ټیرا (د هالنډ د تیلو شرکت) څخه د ګازو پیسې ندي اخیستي.
د GasTerra لخوا د روسیې د تیلو شرکت ګزپروم ته د روبل په بدل کې د تادیه کولو څخه د انکار له امله، د ۲ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز لیږد چې ټاکل شوې وه د اکتوبر تر ۳۱ نیټې هالنډ ته ورکړل شي په رسمي توګه ودرول شول،. د بله پلوه ګازپروم شرکت ویلي دي چې ډنمارک هم د روسیې په روبل کې د ګازو د پيسو ورکولو څخه انکار کړی دی. پر دغه هیواد به هم د ګازو جریان ودرول شي.