امریکا په مصر ، استرالیا او هالنډ د وسلو پلور منظور کړ
امریکا متحده ایالتونو مصر ته د ۲ عشاریه ۶ میلیارد ډالرو CH-47F چینوک درنې ترانسپورتي هلیکوپټرو پلور تصویب کړ.

امریکا متحده ایالتونو مصر ته د ۲ عشاریه ۶ میلیارد ډالرو CH-47F چینوک درنې ترانسپورتي هلیکوپټرو پلور تصویب کړ.
د امریکا د دفاعي امنیتي همکاریو ادارې په یوه لیکلي بیان کې ویلي ،
"د بهرنیو چارو وزارت پریکړه کړې چې مصر ته د CH-47F ډوله هلیکوپټرو او اړوندو تجهیزاتو پلور تصویب کړي چې اټکل کیږي د ۲ عشاریه ۶ میلیارد ډالرو ارزښت لري."
په بیان کې راغلي دي چې د پلور تصویب په اړه کانګرس ته خبر ورکړ شوې او یادونه شوې چې د پلور پدې کڅوړه کې ۲۳ چینوک هلیکوپترونه ، ۵۶ اضافي انجنونه او د دوی ملاتړ تجهیزات شامل دي.
د ادارې لخوا په یو بل بیان کې ویل شوي دي چې ، په استرالیا د ۳۸۵ میلیون ډالرو اټکل شوي ارزښت سره د ۲۰ HMARS راکټ سیسټمونو پلور تصویب شوی دی.
همداشان په هالنډ هم د اټکل شوي ارزښت سره د ۱۱۷ میلیونو ډالرو د AIM-9X بلاک II میزایل او اړوند تجهیزاتو پلور منظور شوي دي.