اوکراین لوی څارنوالۍ د روسیې په بریدونو کې د وژل شوو اوکرایني ماشومانو شمیره اعلان کړه
په اوکراین د روسیې د روان یرغل او بریدونه د پيل راهیسې ۲۳۱ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۲۷ ماشومان ټپیان شوي دي.

په اوکراین د روسیې د روان یرغل او بریدونه د پيل راهیسې ۲۳۱ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۲۷ ماشومان ټپیان شوي دي.
د اوکراین د لوی څارنوالۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تر ټولو زیات ماشومان د دونیتسک، کیف او خارکیف په سیمو کې د بریدونو په پایله کې وژل شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د روسیې د پوځ د بمباریو په پایله کې په ټول هېواد کې ۱۸۳۷ ښوونیز مرکزونه زیانمن شوي او ۱۷۲ یې په بشپړه توګه له منځه تللي دي.
د اوکراین لوی درستیز دفتر هم د فبرورۍ له ۲۴مې او د مې د ۲۰مې نیټو ترمنځ د روسیې د تلفاتو په اړه په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د روسیې پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۲۰۰ ډېر سرتېري له لاسه ورکړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د روسیې پوځ تر دې دمه ۲۸۷۰۰ سرتېري له لاسه ورکړي او ۲۰۴ الوتکې، ۱۶۸ چورلکې، ۱۲۶۳ ټانکونه، ۳۹۰ زغره والې موټړې، ۵۹۶ توپونه، ۲۰۰ راکټ لانچرونه او د روسیې ۹۳ هوايي دفاعي سیستمونه له منځه تللي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د روسیې ځواکونو ۲۱۶۲ موټرې، ۱۳ جنګي او سپکې سرعت بېړۍ او ۴۶۰ بې پیلوټه الوتکې له لاسه ورکړي او دغه راز د روسیې له خوا توغول شوي ۱۰۳ کروز توغندي هم د اوکراین د هوايي دفاعي ځواکونو له خوا په نښه او له منځه وړل شوي دي.
اړوند خبرونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چین لخوا د ټایوان په تنګي کې د پوځي تطبیقاتو په اړه سخت غبرګون وښود
بلینکن : چین ټایوان ته د امریکا د استازو د مجلس د مشرې سفر په بهانه په ټایوان کې تطبیقات پيل کړي دي