امریکا سومالیا ته په سلګونو تنه پوځیان استوي

د امریکا متحده ایالتونو  ولسمشر جو  بایډن سومالیا ته د سلګونو سرتیرو د بیا لیږولو  پریکړه لیک لاسلیک کړ.

1827851
امریکا سومالیا ته په سلګونو تنه پوځیان استوي

د امریکا متحده ایالتونو  ولسمشر جو  بایډن سومالیا ته د سلګونو سرتیرو د بیا لیږولو  پریکړه لیک لاسلیک کړ.

د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن سومالیا ته د سلګونو سرتیرو د بیا لیږولو  پریکړه لیک لاسلیک کړ . دا پداسې حال کې ده چې  پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددې هیواد نه خپل ټول سرتیري‌ ویستي‌ وو.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې  د مسئلې په اړه  د نږدې سرچینو په حواله لیکلي، بایډن د سومالیا لپاره یو نوی ګام اوچت کړ چې د ټرمپ په دوره کې امریکايي پوځیان ددې هیواد نه ویستي‌ وو.

بایډن، دا پریکړه  د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په غوښتنه  کړې ده .  په سومالیا کې د ځانګړو عملیاتو لپاره د سلګونو سرتیرو د ګمارلو لپاره اړین پریکړه لیک لاسلیک کړ. په پریکړه  لیک کې د الشباب ترهګریز سازمان مشرانو په نښه کول هم شامل دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاندې اډرین واټسن نیویارک ټایمز ته په یوه بیان کې ددې ګام پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې له دې لارې به د الشباب پر ضد لا موثره مبارزه وشي.

 

سپینې ماڼۍ ویلي‌ دي‌ چې  د ټرمپ په دوره کې شاوخوا ۷۰۰ امریکايي پوځیان له سیمې ویستل شوي‌ وو . چارواکو ویلي چې له دې پرېکړې سره سم به شاوخوا ۴۵۰ سرتېري بېرته سیمې ته واستول شي.

 

سپینې ماڼۍ ددې پرمختګ پخلی کړی دی.

 

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر په خپله یوه ورځنۍ خبري غونډه کې د نیویارک ټایمز دا خبر تایید کړ او ویې ویل، "ولسمشر بایډن د دفاع وزارت غوښتنه ومنله چې په سومالیا کې د الشباب سره د مبارزې لپاره پوځي حضور بیا پیل کړي."

 

جین پییر دې ته په اشارې سره چې په سیمه کې د الشباب ګواښ ډیر شوی دی، وویل: "دا د هغو سرتیرو بیرته ستنیدل دي چې په حقیقت کې په سومالیا کې وو خو د ۲۰۲۱ کال  په جنوري کې د تیرې ادارې (له پریکړې سره هیواد پریښود. "

 

جین پییر ټینګار وکړ چې متحده ایالتونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له خپلو شریکو هیوادونو سره مرستې کوي .«د دفاع وزارت د سومالیا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په شمول د سیمه ایزو شرایطو ارزونه کوي . د سومالیا حکومت به هغه څه غوره کړي‌ چې ددوې لپاره موثره وي.



اړوند خبرونه