د اوکراین ولسمشر د ځینو نړۍوال مشرانو په اړه سخت غبرګون وښود

زیلینسکي  د ایټالیا د Rai 1 ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې مهمې څرګندونې وکړې

1826830
د اوکراین ولسمشر د ځینو نړۍوال مشرانو په اړه سخت غبرګون وښود

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې دوی به د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نړۍوال انځور د ژغورنې  په موخه ، لکه څنګه چې ځینو مشرانو ورته وړاندیز کړی، د خپل ملي‌ حاکمیت نه چاته د ذرې په اندازه امتیاز قایل نشي.

زیلینسکي  د ایټالیا د Rai 1 ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې د جګړې وروسته د دواړو خواوو لخوا نړۍوال انځورو د ژغورنې او سپکاوي د مخنیوي په خاطر او روسیې لپاره د یوې منځلارې د موندولو په خاطر د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون څرګندونې په اړه ارزونې وکړې.

 

زیلیسنکي‌  دې په ټینګار سره وویل چې اړتیا نشته چې د روسیې لپاره د یوې لارې د موندو  په لټه کې شي، "ښاغلی ماکرون دا هڅې بې ځایه دي . تر څو چې روسیه دا ونه غواړي او پوه شي چې ورته اړتیا لري، د جګړې د بندولو لپاره به هیڅ ونه کړي او د وتلو کومه لاره به لټوي.»

 

زیلینسکي زیاته کړه

"زه پوهیږم چې هغه (د فرانسې ولسمشر ماکرون)  غواړي چې په منځګړیتوب ځینې پایلې ترلاسه کړي، مګر هغه ندی توانیدلی . او زموږ لخوا نه، بلکې د روسیې لخوا."

 

هغه  ددې خبرې په ټینګار  سره وویل چې  دوی به د روسیې د ولسمشر پوتین د "انځور" د د ژغورنې لپاره  له خپل ملي حاکمیت  نه د ذرې په اندازه چاته امتیاز ورنکړي.

 

"دا د ځینو مشرانو لپاره سمه نه ده چې ما ته د ولسمشر پوتین د "انځور" خوندي کولو لپاره زموږ د حاکمیت سره د جوړجاړي په اړه یو څه وړاندیز وکړي."

 

هغه وویل چې  د پاپ فرانسیس لخوا د اوکراین او روسیې د بیرغونو سره د "پخلاینې" هلې ځلې هم ددوې لپاره د منلو وړ ندي.

 

"د روسیې بیرغ، دا هغه بیرغ دی چې موږ یې وژلي او زموږ وژلو ته دوام ورکوي. په اوس وخت کې، د روسیې بیرغ زموږ لپاره یوازې یو شی معنی لري او هغه الحاق دی. زه نشم کولی د بخښنې د کچې محاسبه وکړم چې روسیه باید له موږ څخه وغواړي."



اړوند خبرونه