فنلنډ د ناټو سازمان د غړیتوب په خاطر مراجعه کوي.
د فنلنډ ولسمشر او لومړي وزیر په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي دي چې هیواد يي باید هر څه ژر او پرته د وخت د ضایع کولو نه د ناټو سازمان د غړیتوب لپاره په رسمي توګه وړاندیز وکړي.

د ویلو ده چې دا لومړی ځل دی چې د فنلنډ هیواد په ډیره ښکاره توګه د ناټو د غړیتوب په اړه څرګندونې کوي.
فنلنډ وروسته د هغه دا تصمیم ونیو چې روسیې د فبروري په ۲۴ مه نيټه پر اوکراین یرغل وکړ. فنلنډ د روسیې سره ۱۳۴۰ کیلومتره ګډه پوله لري.
د یادولو وړ ده چې تیره میاشت د فنلنډ او سویډن رسنیو ویلي وو چې دواړه هیوادونه به د مې په ۱۶ مه نيټه په رسمي توګه د ناټو د غړیتوب لپاره مراجعه وکړي.
فنلنډ ویلي دي چې د راتلوونکې یکشنبې په ورځ به د ناټو د غړیتوب په خاطر لومړنی رسمي ګام اوچت کړي.
د ویلو ده چې روسیې ګواښ کړی که چیرې د سکانډینوینیا هیوادونه د ناټو په سازمان کې غړیتوب ورکړ شي په بالتیک سیمه کې به اټومي وسلې ځای په ځای کړي.
اړوند خبرونه

د شیطاني آیات د کتاب پر لیکوال سلمان رشدي پرون په نیویارک کې خونړی برید وشو
د شیطاني آیت کتاب پر لیکوال سلمان رشدي برید کوونکی ونیول شو.

اوکراین د روسیې سره په روانه جګړه کې د روسیې ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړ
اوکراین اعلان کړې چې د دونیتڅک په باخموت سیمه کې د روسیې له پوځ سره نښتې زیاتې شوي دي.