فنلنډ دفاعي کمیټه : د هیواد د امنیت د تضمین تر ټولو غوره لار د ناټو غړیتوب دی
د فنلنډ دفاعي کمیټې اعلان وکړ چې په راتلونکي کې د هیواد د امنیت د تامین د تضمینولو لپاره تر ټولو ښه حل لاره د ناټو د سازمان غړیتوب دی.
د فنلنډ دفاعي کمیټې اعلان وکړ چې په راتلونکي کې د هیواد د امنیت د تامین د تضمینولو لپاره تر ټولو ښه حل لاره د ناټو د سازمان غړیتوب دی.
د فنلنډ دفاعي کمیټې حکومت ته خپل راپور وړاندې کړ، چې د ناټو په سازمان کې د فنلنډ د احتمالي غړیتوب په اړه یې له ډېرې مودې راهیسې کار کاوه.
د کمیټې مشر پیټري اورپون د دې موضوع په اړه په خپل مطبوعاتي بیان کې ویلي چې هیواد یې په دفاعي برخه کې په ښه وضعیت کې قرار لري.
"زموږ دفاعي حالت ښه دی، خو د روسیې د ګواښ پر وړاندې کافي نه دی. د ناټو غړیتوب په راتلونکې کې د هېواد د امنیت د تضمین لپاره تر ټولو ښه حل لاره ده."
د فنلنډ ولسمشر ساولي نینستو اعلان وکړ چې هغه به د می په ۱۲ نیټه د ناټو د غړیتوب په اړه خپله پریکړه اعلان کړي.
د سویډن د دفاع وزیر پیټر هولتکویست هم د خپل هیواد دولتي راډیو، ته وویل، که سویډن او فنلنډ له ناټو سره یوځای شي د سکینډینیویا دفاعي ځواک به زیات شي.
هولتکویست د مارچ په لسمه ویلي وو تر هغه چې دی د دفاع وزیر وي، هیواد به یې له ناټو سره یوځای نشي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.