د اوکراین ولسمشر : روسیې په اوکراین کې تر ۴۰۰ ډیر روغتونونه تخریب کړي

زیلینسکي : روسیې د اوکراین په سلګونو روغتیايي بڼسټونه ویجاړ کړي‌ دي

1822746
د اوکراین ولسمشر : روسیې په اوکراین کې  تر ۴۰۰ ډیر روغتونونه تخریب کړي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل، پر اوکراین د روسیې یرغل په سلګونو روغتونونه او نور طبي بنسټونه ویجاړ کړي او ډاکټران یې د سرطان او یا د جراحي عملیاتو د ترسره کولو توان نه لري.

 

زیلینسکي وویل په ختیځ او سویلي اوکراین کې چې د جګړې اصلي ډګرونه دي ډیری ځایونه حتی لومړني انټي بیوټیکونه نلري.

زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ یوې طبي خیریه ډلې ته په خپل ویدیويي پیغام کې  وویل: "که تاسو یوازې طبي زیربناوې  په پام کې ونیسئ ، تر نن ورځې پورې روسي سرتیرو شاوخوا ۴۰۰ روغتیایی بنسټونه ویجاړ یا زیانمن کړي دي. روغتونونه ، د زیږنتونونه او کلینیکونه."

 

هغه وویل، په هغو سیمو کې چې د روسیې د ځواکونو له خوا نیول شوي، وضعیت په ډیر بد حالت کې قرار لري.  هغه زیاته کړه ،

 

" د سرطان ناروغانو لپاره  درمل شتون نلري. د خورا سختو یا د شکرې ناروغۍ لپاره  انسولین شتون نلري. جراحي ترسره کول ناممکن دي. په ساده ډول  که ووایو انټي بیوټیکونو شتون نلري."

 

د مارچ په ۹ مه نیټه په ماریوپول ښار کې په یو نسايي ولادي‌ روغتون د روسیې لخوا برید وشو. د ویلو ده چې دې برید په ټوله نړۍ کې ډیر پراخه غبرګونونه پارولي‌ وو خو روسیې دا برید رد کړی وو.

 روسیې ادعا کړې چې د برید خپاره شوي‌  عکسونه  د اوکراین د وسله والو ډلو د یو سایټ  لخوا  خپاره شوي‌ او کارول شوي‌ دي.

کرملین وايي، یوازې پوځي یا ستراتیژیک ځایونه په نښه کوي او ملکي وګړي نه په نښه کوي. اوکراین هره ورځ د روسیې د توغندیو او جګړو له امله د ملکي تلفاتو راپور ورکوي او روسیه په جنګي جرمونو تورنوي. روسیه دا ټورونه ردوي.

 

د دونیتسک سیمې والي پاولو کریلینکو ویلي، د کراماتورک په ښارګوټي کې د تېرې میاشتې د اورګاډي په یوه تم ځای کې د چاودنې له امله ۲۵ کسان ټپیان شوي چې له ۵۰ ډېر یې وژلي دي. ده وويل چې په دې بريدونو کې د استوګنې ٣٢ ودانۍ زيانمنې شوې دي.

 

 



اړوند خبرونه