په سودان کې په نښتو کې په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د سوډان په لویدیځ دارفور سیمه کې د دوو قومونو ترمنځ په نښتو کې شاوخوا ۱۷۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

1818343
په سودان کې په نښتو کې په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د سوډان په لویدیځ دارفور سیمه کې د دوو قومونو ترمنځ په  نښتو  کې شاوخوا ۱۷۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

 

د سوډان د ملي رسنیو د خبر له مخې، په هغو نښتو کې چې د اپريل په ٢٤مه نېټه د افريقايي او عربي نژادو قومونو ترمنځ د سينينا په ښار کې د کرينيک په سيمه کې رامنځته شوې وې، څه د پاسه ١٧٠ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شو دي.

پرون ماسپښین د کیرینیک ښار ته د نښتو د رسیدو له امله په زرګونو تنه د سیمې اورسیدونکي  شاوخوا ښارونو ته کډه کولو ته اړ شول.

 

په دارفور کې د کډوالو او بې ځایه شویو د عمومي همغږۍ د ادارې ویاند ادم ریګل ویلي چې د یکشنبې په ورځ د کرینیک په سیمه کې د وسله والو په برید کې تر ۱۶۴ ډېر کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

 

ملګرو ملتونو د ملکي وګړو وژنو په  غندلو سره  په سیمه کې د تاوتریخوالي د سمدستي پای ته رسولو او په دې اړه د شفافو تحقیقاتو غوښتنه کوي.



اړوند خبرونه